ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا= د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او دهغه د قدرمنې کورنئ د پآکو جسدونو د احترام او درناوي دستورې پرون سهار د کابو سلو هیوادونو د مختلفو رسمي او لوړپوړو چارواکو او د سیاسی،کلتوری،پوهنتوني او دیني شخصیّتونو په ګډون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492989 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د اسلامی انقلاب د خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او درست ملتونه ئې یووالي او یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا- «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهلبیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینهوالو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د کعبې شریفې د کلنۍ وینځلو مراسم د سېشنبې په سهار د کعبې د داخلي دېوال د زمزم په هغو سپېڅلو اوبو د وینځلو سره پیل شول چې د ګلابو له اوبو سره ګډې شوې وې او د حرمینو شریفینو د چارو عمومي ادارې له مخکې چمتو کړې وې.
د خبر لمبر: 3492984 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د هندوستان د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
د خبر لمبر: 3492953 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.
د خبر لمبر: 3492951 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان له لوري په کربلا کې د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا۰ دمسلمانو محصیلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ منشي جلیل بیتمشعلي د مسلمانو محصلینو د قرآن نړیوالو سیالیو د اووم پړاو د ترسره کېدو په اړه د دغو سیالیو د مناسب ظرفیت په یادولو سره وویل: له دې فرصت څخه به د شهید رهبر د قرآني شخصیت د مناسبې معرفۍ لپاره ډیره ګټه واخلو، او دا کار به د ورکشاپونو او تخصصي غونډو د جوړولو له لارې عملي شي.
د خبر لمبر: 3492943 خپرونې تاریخ : 2026/06/22
ایکنا- د ایران د «میناب ۱۶۸» په نامې سره د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې د میناب مظلوم ماشومان او د ایران دقدرمن هېواد ټول شهیدان هره شېبه د خپلو اعمالو او چلندونو ناظر ګڼي.
د خبر لمبر: 3492940 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
د کربلا د قرآني نړیوالو سیالیو دویم مقام ګټونکی؛
ایکنا- د کربلا د سترې جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د پنځم پړاو د تحقیق قرائت څانګې دویم مقام ګټونکي امید حسینینژاد ، د ایران د قرآني کاروان د بریا راز د هېواد د استازو لوړ پخوالی او پراخې تجروبې وبللې او وې ویل:ایراني قاریان تر دې چې نړیوالو ډګرونو ته وارد شي، د سیالیو بېلابېل پړاوونه تېروي، له همدې امله تل د هرې سیالۍ په ډګر کې د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو له اصلي مدعیانو څخه وي.
د خبر لمبر: 3492939 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمهییزو ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ کې د اسلامآباد د چارواکو د رغنده رول ستاینه وکړه او له پاکستان سره ئې د هر اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492938 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
د خبر لمبر: 3492932 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
رهبر ته د سپاه پاسدارانو لیک!
ایکنا – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د جنګ پای ته د رسېدو د تفاهملیک او مذاکراتو د بهیر په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام په تعقیب سره وویل: د ایران ملت او د اسلام مبارزان د خپل حکومت د چارواکو تر شا د غر په څېر کلک ولاړ دي.
د خبر لمبر: 3492931 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
پارس ټوډې – د ایران د مرکچي پلاوي مشر د ایران په ضد د وروستي تپلي جنګ پراخو اړخونو ته په اشارې سره دا پېښه د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتو او سیاسي مقابلو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه وبلله او وې ویل: ایران په وروستي تپلي جنګ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر سپیرو موخو بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492927 خپرونې تاریخ : 2026/06/18