ایکنا- د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده. د هر هغه اقدام او خبرواترو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې به چې د وحدت ماتولو سبب کېږي، قدرمن ایران وروستۍ بریا ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3492829 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هممهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیتالله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د کابو ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- په داسې حال کې چې د تیر کال په نسبت په ۱۴۰۴ کال کې د قرآن د حافظانو شمېر ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوملیکنه هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3492807 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم لارښود د خدمت د شهید او د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر آیت الله ابراهیم ریسي د شهادت د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: مونږ د ایران د ملت د هغو حماسهجوړونو په وړاندې ولاړ یو چې د نړۍ د دوو ترهه ګرو پوځونو پر ضد ئې په بېساری تاریخي مقاومت کې ترسره کړي دي. دغه حالت د اسلامي جمهوریت له مسئولانو ، رهبرۍ او د قواوو له مشرانو رانیولې د مدیرانو تر ټولو سوَیو پورې ـ د دندو بار تر پخوا لا ډېر دروندَوي.
د خبر لمبر: 3492806 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په تر ټولو ښه حالت کې نتیجه انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې هم د امریکا د متحدینو لپاره منفي پایلې لرلې دي.
د خبر لمبر: 3492795 خپرونې تاریخ : 2026/05/20
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو ویندوي ټينګار وکړ، د ایران په ضد د دریم تپلي جنګ کې د امریکا د بې شرمئ د جبرانولو لپاره د هرډول حماقت تکرار به د هغه هیواد لپاره له لاسخت او کوټلو ګوزارونو پرته بله نتیجه ونه لري.
د خبر لمبر: 3492785 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم ته په یوه پیغام کې په ایران د و روستیو تیریو په وړاندې د اخلاقي دریځ نیونې څخه په قدرونې سره ،د نړیوالې ټولنې له خوا د منصفانه او حقیقت پال کړچار د غوره کولو پر ضرورت ټينګار وکړ او د امریکا له بلاغواړو او خطرناکو سیاستونو او غیر قانوني غوښتو سره د نړئ د هیوادونو پر مقابله کونې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492784 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا -د «مستشرقینو په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب د کربلا په مقدسه عباسي حرم کې د فکري او کلتوري چارو د څانګې له خوا خپور شو.
د خبر لمبر: 3492782 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- دد نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم د واتیکان تر ټولو لوړ افتخاري ډیپلوماتیک مډال د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر،محمد حسین مختاري ته ورکړ.
د خبر لمبر: 3492773 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د ؛میناب قرآنی یارانو؛ په نامې سره د یوه پلاوي په چوکاټ کې د قرآنی چارو یو شمیر فعالان او قاریان دغه ښار ته په تلو او د قرآني ناستو او محفلونو په ترسره کولو سره د شجره طیبه ښونځي د شهیدو زده کونکو ماشومانو د یاد او خاطرې لمانځي .
د خبر لمبر: 3492756 خپرونې تاریخ : 2026/05/11
ایکنا- په کربلا کې د حضرت عباس علمدار (ع) سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل میوزیم د خپل تاریخي میراث په مینځ کې د برونزو یوه فلزي ټوټه، چې د قرآني آیتونو نقش پرې شوی، ساتلې او ثبت کړې ده.
د خبر لمبر: 3492747 خپرونې تاریخ : 2026/05/10
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- سره له دې چې د حج د زیارتوالو لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له ۱۵ کلونو څخه کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741 خپرونې تاریخ : 2026/05/07
ایکنا- د ایران یو حاجیانو د لیږد د بهیر په چټک کیدا سره ، د ایران یو حاجیانو د حج تمتع د ویزو زیاتره برخه صادره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492739 خپرونې تاریخ : 2026/05/07