iqna

IQNA

بچوې
 تهران (ایکنا) – د ایران دخارجه وزارت ویندوي نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی او په ایران ي ولس د زیاتره دباو سیاست دوام لری .
د خبر لمبر: 3485504    خپرونې تاریخ : 2022/03/07

تهران (ایکنا) – دحضرت امام حسین علیه السلام  د نیکمرغه زوکړې سره په یووخت  دشعبانیه  اخترونو جشنونه له پرون شپې راهسې   په کربلا معلی کې د عباسي مقدس آستا له خوا په پرتم سره پیل شوي او هماغه راز دوام لري .
د خبر لمبر: 3485503    خپرونې تاریخ : 2022/03/07

تهران (ایکنا) – په د رستې نړۍ کې د کرونائي بحران په خوریدا پسې له دوه کلن ځنډه وروسته ، عمان یو ځل بیا د سلطان قابوس په نامې سره د قرآن ملی سیالۍ بیا ترسره کوي .
د خبر لمبر: 3485501    خپرونې تاریخ : 2022/03/07

تهران (ایکنا) –د ایران د  اسلامی جمهوریت دسړیو او میرمنو په برخو کې د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  او دغه راز د انجونو او هلکانو په دوو برخو او د ټول قرآن کریم د حفظ  او تحقیق   قرائت په څانګو کې  د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآنی چارو د نړیوالو سیالیو  اوم پړاؤ غوره کسان  معرفي شول .
د خبر لمبر: 3485498    خپرونې تاریخ : 2022/03/06

تهران (ایکنا) -  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي،د ونې لګول یو بشپړ دینی او انقلابی حرکت وبلۀ او زیاته ئې کړه،البته د ونو ساتل هم ډيرمهم کار دی چې باید رعایت شي.
د خبر لمبر: 3485496    خپرونې تاریخ : 2022/03/06

تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ پایزې  دستورې پرون ناوخته د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي او د ښونې اوروزنې د وزیر یوسف نوري په شتون سره د هنری حوزې په اندیشه هال کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3485495    خپرونې تاریخ : 2022/03/06

تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  په څلورمه ورځ پرون جمعې ورځې د  میرمنود برخې وار شو څو د نابیناؤ او زیات عمر لرونکو میرمنو د ټول قرآن کریم د حفظ او همداراز  د انجونو محصیلینو د تحقیق قرائت  او  د ټول قرآن د حفظ په څانګو کې شل مورده اجرا،د ایران یو او بهرنیو داؤرانو یا قاضیانو په شتون کې  وړاندې شي .
د خبر لمبر: 3485494    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ووئيل ؛د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو ااړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.
د خبر لمبر: 3485493    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران(ایکنا-  پرون جمعې ورځې ماښام د ایران   د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اته    دیرشم پړاؤ د سیالیو دوسیه، د پاتې اتو ګدون کونکو د تلاؤتونو په خپریدو سره  وتړل شوه .
د خبر لمبر: 3485492    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران(ایکنا) -  د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په اته دیرشم پړاؤ کې له مراکش هیواده د سیالیو یوه قاضي محمد علی عطافی په خپلو یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دا یو واقعیّت دی چې ایران ي قاریان د قرآن کریم په تجوید ،قواعدو، آواز او لهجې  کې پخپل اوج کې دي ،زه ښه پوهیږم چې په نورو نړیوالو سیالیو کې  د هغو سیالیو په څير چې په ملایشیا کې ترسره شوي دي ،  ګډون کونکي د ایران یوسیالانو سټایل  او وړتیاؤ ته خاص توجه کوي .
د خبر لمبر: 3485491    خپرونې تاریخ : 2022/03/05

تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیشن مشر ووئيل، ایران تل د جګړې او په مختلفو نړیوالو موضوعګانو کې د امریکا او د لوېدیځو هیوادونو د دوه ګوڼي دریځ کلک مخالف پاتې شوی دی.
د خبر لمبر: 3485486    خپرونې تاریخ : 2022/03/03

تهران (ایکنا)- د امریکا حمزه قهزی ، د ایوری کوسټ صو ابراهیم ،دبنګله دیش صالح احمد،د ایران امیدرضا رحیمي او د اوګانډا امان عادل علی  د ټول قرآن کریم حافظان وو ، چې  د ایران دقرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  دد وهمې شپې  کې ئې داؤري  اوقضاؤت  سره اجراوشوه .
د خبر لمبر: 3485483    خپرونې تاریخ : 2022/03/03

تهران (ایکنا) –د طالبانو یوه مسئول مقام مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې امريکا له طالبانو څخه هم په افغانستان کې څو پوځي اډې غوښتې، چې د دوی سخت مخالفت سره مخ شوه.
د خبر لمبر: 3485482    خپرونې تاریخ : 2022/03/02

تهران (ایکنا) - حضرت ایت الله خامنه اي د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې یې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو  ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو یې دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .
د خبر لمبر: 3485478    خپرونې تاریخ : 2022/03/02

تهران (ایکنا) -د پاکستان  خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې  چین د  افغانستان د ګاونډیو شپږو هیوادونو د دریمې غونډې کوربه معرفي کړ .
د خبر لمبر: 3485475    خپرونې تاریخ : 2022/02/27

تهران(ایکنا) – د مشکات قرآني موسیسې عمومی مدیر  د قرآن لوستنې د نړیوالو سیالیو د غوره کسانو د نامو په اعلانولو سره (البته د مرتبو له اعلانولو پرته ) ووئيل ، په راتلونکي کال کې پروګرام لرو  د هیواد په سویه د سیالیو ترڅنګ په نړیوالو سیالیو کې په تیره بیا د سړیو او میرمنو او همداراز له اتلسو کلونو اوشپاړسو کلونو کم عمره زلمیانو په سویه هم  د لسو  سپارو،شلوسپارو او ټول قرآن د حفظ  اوقراءت په څانګو کې هم ترسره  کړو.
د خبر لمبر: 3485474    خپرونې تاریخ : 2022/02/27

تهران (ایکنا) – د امامت او ولایت د آسمان  اوم ستوری  حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د ذلحجې  دمیاشتې په شلمه نیټه د مکې او مدینې ترمینځ په قربه ابواء کې نړۍ ته سترګې رڼې  کړې وې ، او پخپلې زمانې کې نبوغ له ورایه مشخص ؤ .
د خبر لمبر: 3485473    خپرونې تاریخ : 2022/02/27

  تهران (ایکنا) -د ایران په مشهد کې د پاکستان  سرکنسول ، د  لاهور او مشهد  دوو سترو ښارونو ترمینځ   په مختلفو حوزو  په تیره بیا د  د تجارتی ارتباطاتو په پراختیا کې د دواړو سترو ښارونو ترمینځ   د اړیکو په پراختیا ټيڼګار وکړ .
د خبر لمبر: 3485471    خپرونې تاریخ : 2022/02/27

تهران (ایکنا) - د ایران دپولیسو سرحدي ځواک قوماندان  ټينګار کړی ، د وسلوالو اشرارو په وړاندې،پیاوړي  او قاطع دي او په دې لړ کې هغه تجهیزات او امکانات  چې د ایران د پوله ساتونکو په اختیار کې ئې ورکړي دي ،  هم  دډاډ او تکیې ود دي او امنیت  ساتل ورسره آسان شوي دي .
د خبر لمبر: 3485469    خپرونې تاریخ : 2022/02/26

تهران (ایکنا) - ګارډیّن  ورځپاڼې  هم په همداوروستیو کې  په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد دځوړتیا او د بوږنونکي  انساني غمیزې  دعامل دامریکا بندیزونه بللي دي .
د خبر لمبر: 3485468    خپرونې تاریخ : 2022/02/26