ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان ولسمشر د ایران او عربستان د رسمي اړیکو په پیلیدا د خوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې د اړیکو دغه عادي کیدا په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی چې په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې امنیت ،سوله او پراختیا هم ډالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3488320 خپرونې تاریخ : 2023/11/24
ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان په اسلام اباد کې د ماشومانو او زلمیانو په ولولناکې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.
د خبر لمبر: 3488319 خپرونې تاریخ : 2023/11/23
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم رهبروویل وحشي صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی په عملیات کې د حماس د غورځنګ له خوا ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.
د خبر لمبر: 3488314 خپرونې تاریخ : 2023/11/22
ایکنا-(غزه) وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره موافقه هم تر ډيره حده بشپړیدونکي ده او اسرائیل اور بند ته راضي شوي او د حماس غورځنګ شرطونه ئې تر ډ یره حده منلي هم دي
د خبر لمبر: 3488310 خپرونې تاریخ : 2023/11/22
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا یوه څرګنده بیلګه ده.
د خبر لمبر: 3488309 خپرونې تاریخ : 2023/11/22
ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د عمومي منشي مرستیال روښانه کړه،هغه څه چې یمن والو ترسره کړل، یو میړنی او شجاع اقدام ؤ چې وې ښودله اسلامی امت له ډيرو لوړو ظرفیّتونو برخمن دی.هغه کشتۍ چې انصار الله غورځنګ مبارزان پرې مسلط شول،د هغه ډير لوي ګوزار پیلامه ده چې د اسرائيلو اقتصاد به په شیشت کې راولي.
د خبر لمبر: 3488308 خپرونې تاریخ : 2023/11/21
ایکناـ(پاریس) په داسې حال کې چې په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد توکمپالنه په زیاتیدا ده ، دفرانسې حکومتي ادارې له دغې سپیرې ښکارندې سره هیڅ ډول جدي چلند نه کوي.
د خبر لمبر: 3488305 خپرونې تاریخ : 2023/11/21
ایکنا-(امان) د عمان پاچائۍ ستر مفتي، په سره سمندر کې داسرائيلو د کشتۍ په درولو کې د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ دمبارزانو عملیات وستایل.
د خبر لمبر: 3488304 خپرونې تاریخ : 2023/11/21
ایکنا-(لاهور) د پاکستان په لسګونو زره مسلمانانو په لاهور کې په ستر لاریون سره داسرائيلو په ضد د جهاد غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488301 خپرونې تاریخ : 2023/11/20
ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488300 خپرونې تاریخ : 2023/11/20
ایکنا-(تهران) حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د غزې په وروستیو پيښو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم پوځي او عملیاتي ناکامیو ته په اشارې سره وفرمائيل؛ځیني اسلامی حکومتونه په ظاهره په ټولنو کې ، د وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه محکوموي ، او ځیني نورو هم تر اوسه نه دي محکوم کړي ، خو دا د منلو وړ نه ده ، اصلی کار دا دی چې د صهیونیسټي رژيم حیاتی شریان او بهیر غوڅ شي او اسلامی حکومتونه دغه رژيم ته د انرزۍ او شیانو د رسیدا مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3488295 خپرونې تاریخ : 2023/11/19
ایکنا-(نیویارک)یو شمیر امریکائي یهودي فعالانو په انټرنیټي ټولنیزو چینلونو کې د فلسطین یانو په ضد د اسرائیلو دجنایتونو په محکومولو سره د غزې د جنګ دپيښو په باب دعمومی افکارو د غولولو او دوکه ورکولو لپاره د امریکائي صهیونیسټي رسندویو رودې تشریح کړې.
د خبر لمبر: 3488292 خپرونې تاریخ : 2023/11/19
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولس نن یو ځل بیا په درست هیواد کې په غزې تړانګې کې د انساني غمیزې،جنګي جنایتونو ،ترور ،قتل عام، نسل وژنې ، جنایتونو، ماشوم وژنې د محکومولو لپاره ئې په ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره د فلسطین دمظلومو ماشومانو ملاتړ وکړ.
د خبر لمبر: 3488287 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-(غزه) د فلسطین د احصایو ادارې اعلان کړی دی چې تردې دمه ئې د غزې په شمال کې د اسرائيلو وبې آمانه او وحشي ډوله حملو سره سره څه دپاسه اته لکه اته زره کسان ژوند کوي،دايه داسې حال کې دي چې د الشفا،انډ،نیشیائي او المعمداني روغتونونو په ډير بوږنونکي وضعیّت سره ټپيان د مرګ تر ګړنګه رسیدلي دي.
د خبر لمبر: 3488284 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-(واشنګټن) د فلسطین په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او بې آمانه بمباریو پیلیدا راهسې،په امریکا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې اړونده چارې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3488281 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(واشنګټن) د روئيټرز په سیله ترسره شوي یوه وروستۍ نظر غوښتنه ښئ چې دغزې تړانګې په ضدد صهیونیسټي رژيم له جنګه د امریکائي ولس ملاتړ کم شوی دی.
د خبر لمبر: 3488279 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(غزه) د یوه فلسطین ي ماشوم په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د هود سورې د ۴۱ او ۴۲آیتونو تلاؤت په داسې حال کې چې په غزې تړانګې کې دخپل ک ور پر کنډوالې ناست دی ، په پراخ ډول ورته په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له خوا پراخ پام شوی دی.
د خبر لمبر: 3488278 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(تهران) د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې هماغه راز د فلسطین د غزې دمظلومو خلکو دحقوقو په دفاع او په دغې سیمې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو د دوام په محکومیّت کې مظاهرې او اعتراضونه هماغه شان دوام لري.
د خبر لمبر: 3488277 خپرونې تاریخ : 2023/11/15
ایکنا -(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر ټینګار وکړ، اسلامی امت باید د جهاد د روحیې په پياوړتیا سره په مسلمانانوکې د دښمنانو د رعب او وحشت د خوریدا ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3488272 خپرونې تاریخ : 2023/11/15
ایکنا-(پاریس) د فرانسې لومونډ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ټینګار کړی دی چې په غزې کې د صهیونیسټ رژیم له جنګه دخپل آئيډیالوجیک کړنو او موخو ته درسیدا لپاره هندو ملی پالو ناوړه استفاده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488267 خپرونې تاریخ : 2023/11/14