حج - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا- په نبوي جومات  یا هماغه مسجد النبی (ص) کې د ۱۵ ورځو په اوږدو کې د زمزم د اوبو درې زره درې سوه شبیته ټنه اوبه  په  دوه لکه اتلس   زره او ۳۳۶ بوتلونو کې پر حاجیانو او زیارتوالو وویشل شوې .
د خبر لمبر: 3491219    خپرونې تاریخ : 2025/06/03

ایکنا -  د ابراهیمي حج تمتع د  وخت  په رانږدې کېدو سره، د بیت‌الله الحرام حاجیان او زیارتوال د حج د لومړنیو مناسکو لپاره، چې شپږ ورځې دوام کوي، منا او مشعرالحرام ته ځي.
د خبر لمبر: 3491213    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

ایکنا- شیخ محمد حسین اعلان وکړ چې په فلسطین کې د اختر لمونځ به د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۶ مه ترسره کېږي او ټینګار ئې وکړ چې خلک باید د اختر په ورځ د شهداؤ،بندیانو،ټپیانو او اړمنو کورنیو ته ورشي او شتمن کسان دې قرباني وکړي.
د خبر لمبر: 3491212    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي وائي!
ایکنا - د نور قرآني کاروان تر ټولو ځوان قاري، سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي، وویل: د نور قرآني کاروان د هر غړي د ماموریت ترڅنګ، دا معنوي سفر یو داسې فرصت برابروي چې د اسلامي هیوادونو قاریان له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او د یو بل له تجربو څخه ډېره ګټه پورته کړي. 
د خبر لمبر: 3491209    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

حج په قرآن کریم کې / 5
ایکنا - قرآن کریم حج  نه یوازې یوه وګړنیزه فریضه،بلکې دا یوه ستره غونډه معرفي کوي چې دشحصي او ټولنیزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ئې معرفی  کوي.
د خبر لمبر: 3491208    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

ایکنا د مسجدالحرام او نبوي شریف د دیني چارو د ادارې مشر ووئيل؛  د ۱۴۴۶ قمری کال  د حج موسم لپاره ئې د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې پروژه په ۳۵ ژوندیو ژبو پیل کړې ده. 
د خبر لمبر: 3491204    خپرونې تاریخ : 2025/06/01

ایکنا – دعربستان د سرې میاشتې ادارې سره اړونده د رضاکارو ټیم د ۱۴۴۶ قمری کال د حج   د مناسکو په عملیاتو کې د ګډون لپاره څه دپاسه ۵۵۰ ښځې او سړي رضاکار بشپړ سنبال کړي دي.
د خبر لمبر: 3491198    خپرونې تاریخ : 2025/05/31

ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

حج په قرآن کې/۳
ایکنا -  صفا او مروه  د مسجدالحرام تر څنګ  یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي   چغو او دعاګانو  نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.
د خبر لمبر: 3491180    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

حج په قرآن کې/ ۱
 ایکنا -   قرآن کریم حج پر انسانانو د خدای یو حق ګڼلی او د هغو کسانو پر غاړه دی چې د خداي کور ته د تلو توان لري.دا فریضه نه یوازې یوه عبادي کړنه ده، بلکې د رښتیني ایمان نښه هم شمېرل کیږي.
د خبر لمبر: 3491154    خپرونې تاریخ : 2025/05/23

په لومړي ځل د حج په موسم کې!
ایکنا -  د حرمین شریفین د چارو د ادارې مسئولانو په مسجد الحرام کې ځانګړي خدمتونه برابر کړي، چې تر ټولو مهم ئې د ۱۴۴۶ قمری  کال د حج  د مناسکو او لمنځونو په خاطر د ښځو لپاره د  ځانګړي  هالونه بیّل کړي دی.
د خبر لمبر: 3491150    خپرونې تاریخ : 2025/05/21

ایکنا – د بیلچیّم یو ۲۶ کلن  ځوان، د زرګونو کیلومترو  واټن په کچ کولو او د ۹ هېوادونو له تېرېدو وروسته په بایسکل د حج د فرض ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورسېد. 
د خبر لمبر: 3491140    خپرونې تاریخ : 2025/05/19

ایکنا د انډونیشیا د آچې د بوډاګانو یوه جوړه د خپل اوږدمهاله خوب، یعنې د واجب حج د ادا کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د خبر لمبر: 3491135    خپرونې تاریخ : 2025/05/18

د نور قرآني کاروان مشر !
ایکنا - د ۱۴۰۴  لمریز کال حج ته د لېږل شوي  د نور قراني کاروان مشر د دغه کاروان د ۲۰ کسانو د ګډون  په يادولو سره وويل: د پلان له مخې به په مکې او مدينې کې کابو  ۲۲۰ د تلاوت کرسئ او قراني محفلونه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491110    خپرونې تاریخ : 2025/05/14

ایکنا -  د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم  لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د  حاجیانو او زیارتوالو  د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.
د خبر لمبر: 3491081    خپرونې تاریخ : 2025/05/08

ایکنا - د ۱۴۴۶قمری کال د حج د ترسره کیدا او د مناسکو د لا ښه ترسره کولو په موخې سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د حج او زیاراتو دد چارو د ادارې له مشر او نورو مسئولانو او له سلګونو حاجیانو سره کتنه کړې چې په دې اړه ئې بشپړ مطلب ته ستاسو پام راغواړو.
د خبر لمبر: 3491080    خپرونې تاریخ : 2025/05/07

د اسلامي انقلاب مشر او د حج د چارو چاروال او مسئولان
ایکنا - د اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت‌الله خامنه‌اي د یکشنبې په ورځ د حج چارواکو او د بیت‌الله شریف له حاجیانو سره په لیدنې کې وویل،نن سبا د اسلامي امت ترټولو لویه ګټه یووالی او همغږي ده چې د نړۍ د اسلامي نړۍ ستونزو د حل لپاره اړینه ده.که دا یووالی موجود وائ، نو د غزې او یمن په څېر مسئلې به نه وې رامینځته شوې. 
د خبر لمبر: 3491060    خپرونې تاریخ : 2025/05/04

حجت‌الاسلام نواب  
ایکنا - د ایران د حج او زیارت په چارو کې د ولی فقیه استازي د حاجیانو د کورنۍ خدمت، د حاجیانو لیدو ته تلل، د خلکو خدمت او ستونزو حل کول، د لیالي عشره (د ذی‌ال حج ې د لومړیو ۱۰ شپو)  لمونځونه او نور ئې د حج د ثواب په شریکولو کې له لارو څخه وبلل او ټینګار ئې وکړ: په حج کې تر ټولو مهم مسئله اخلاص دی.
د خبر لمبر: 3491056    خپرونې تاریخ : 2025/05/04

ایکنا- د عربستان د روغتیائي چارو وزارت د تمتع حج د موسم په درشل کې  د ۱۴۴۶کال د حج د ضروری واکسنونو د برابرولو له څرنګوالي سره  اړونده دستور العمل  اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490958    خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا - د عربستان د حج او عمرې د چارو وزیر  په یولړ څرګندونو کې ووئیل، سږکال رمضان المبارک  کې به  د کابو پنځلس میلیون زیارتوالو کوربه  وي ، داپه داسې حال کې دي چې  سعودیانو دوه میاشتې مخکې  به رمضان المبارک میاشت  کې (داوسني ظرفیّت دوه برابره) یعني د دیرش  میلیون  زیارتوالو منلو ته اشاره کړې وه.
د خبر لمبر: 3490517    خپرونې تاریخ : 2025/01/23