ایکنا - حاجیان د افاضې طواف د ترسره کولو لپاره مسجدالحرام ته تللي .
د خبر لمبر: 3491239 خپرونې تاریخ : 2025/06/08
ایکنا – د مصر په میلیونونو مسلمانانو د جمعې په ورځ د قرآنی د نیکمرغه لوي اختر د لمانځه د اقامې لپاره د مختلفو ښارونو جوماتونو او واټونو ته مخه کړه او په ولولناکې او پرتمینې فضا کې ئې د الله اکبر ندا او چغې پورته کړې او له یوه بل سره غاړې وتل.
د خبر لمبر: 3491236 خپرونې تاریخ : 2025/06/07
ایکنا- د خدای د عاشقانو د لبیک ویونکو له ځوږ او ولولې رانیولې د لیوالو او عاشقانو تر منسجمو صفونو تر نظم پورې، د حج تمتع د مناسکو د پیلیدا هره شیبه د ژوندیو انځورونو او ژور نظر له پلوه ثبت شوې ده.
د خبر لمبر: 3491235 خپرونې تاریخ : 2025/06/07
د الازهر عالم د اختر په مناسبت پیغام
ایکنا – د الازهر یوه دیني عالم سلامة عبدالقوي وویل: سږکال د قربانئ لوي اخترپه الاقصی جومات کې له نه ختمیدونکو کړاؤنو او دردونو سره سره د اسلامي نړۍ د زړه ټکانونه هیڅ معنا نه لري، او د نسل وژنې جګړې، غزه د اسلامي امت په ترټولو لوی قربانځاي یا قربانګاه بدله کړې، له همدې امله زمونږ ترټولو لوی اختر به د قدس د آزادۍ ورځ وي.
د خبر لمبر: 3491232 خپرونې تاریخ : 2025/06/07
د بیت الله الحرام حاجیانو ته د ولی امر مسلمین پیغام
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د مسلمانانو ولی امر د حج بیت الله الحرام د حاجیان و په نامې پخپل الهی پیغام کې وفرمائيل؛د اسلامي نړۍ د اوسنيو ستونزو د حل لپاره د حج درسونه او معرفت تر بل هر وخت زیات اړین دي. سږکال دویم حج دی چې د غزې د صهیونیستي رژیم له جنایاتو سره هممهاله دی. پوښتنه دا ده: د دغې بشري بوږنوکې غمیزې پر وړاندې څوک باید ودریږي؟ بې له شکه، اسلامي حکومتونه د دغې دندې لومړني مخاطبان دي او ملتونه د دغې دندې د پلي کولو غوښتونکي دي.
د خبر لمبر: 3491229 خپرونې تاریخ : 2025/06/05
ایکنا- په نبوي جومات یا هماغه مسجد النبی (ص) کې د ۱۵ ورځو په اوږدو کې د زمزم د اوبو درې زره درې سوه شبیته ټنه اوبه په دوه لکه اتلس زره او ۳۳۶ بوتلونو کې پر حاجیان و او زیارتوالو وویشل شوې .
د خبر لمبر: 3491219 خپرونې تاریخ : 2025/06/03
ایکنا – د ایران د اهل سنت حاجیان و د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه د نماینده په شتون او وینا او دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا کې د ګلستان ولایت د اهل سنت د نماینده او د حج او زیاراتو دچارو د ادارې دم شر په شتون او ویناؤ سره د فلسطین ددفاع لپاره په حج کې د اسلامي همپالنې او پیوستون په عنوان سره عمومی سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491214 خپرونې تاریخ : 2025/06/02
ایکنا د مسجدالحرام او نبوي شریف د دیني چارو د ادارې مشر ووئيل؛ د ۱۴۴۶ قمری کال د حج موسم لپاره ئې د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې پروژه په ۳۵ ژوندیو ژبو پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3491204 خپرونې تاریخ : 2025/06/01
ایکنا – دعربستان د سرې میاشتې ادارې سره اړونده د رضاکارو ټیم د ۱۴۴۶ قمری کال د حج د مناسکو په عملیاتو کې د ګډون لپاره څه دپاسه ۵۵۰ ښځې او سړي رضاکار بشپړ سنبال کړي دي.
د خبر لمبر: 3491198 خپرونې تاریخ : 2025/05/31
ایکنا - د خداي د کور حاجیان و د قرآن کریم د تلاوت او حفظ لومړنۍ سیالي د مسجدالحرام د دیني چارو د تولیت په هڅو سره په دغه مسجد کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3491196 خپرونې تاریخ : 2025/05/29
ایکنا - د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه برخه ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د ۲۰۲۵ کال د جون ۵ (د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي ۱۵ ) او دغه هم د جمعې ورځ، یعني د جون ۶ (د غبرګولي ۱۶ ) به راز د قربانۍ د لوي اختر د ورځ د جشنونو لومړۍ ورځ وي.
د خبر لمبر: 3491194 خپرونې تاریخ : 2025/05/29
ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیان و او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188 خپرونې تاریخ : 2025/05/28
ایکنا - د سږکال د حج لپاره د خداي د کور تر ټولو بوډا ښځينه حاجي یوه ۱۰۹ کلنه انډونیشیائي میرمن ده.
د خبر لمبر: 3491182 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
حج په قرآن کې/۳
ایکنا - صفا او مروه د مسجدالحرام تر څنګ یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي چغو او دعاګانو نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.
د خبر لمبر: 3491180 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
ایکنا - دعربستان به مدینې منورې کې د جنت البقیع قبرستان تل د مسلمانانو لپاره یو مقدس او روحاني ځاي دی او د حج تمتع په شپو ورځو کې هم د مختلفو ملیّتونو په تیره بیا د ایرانیو او پاکستانیو حاجیان و لپاره په یوه ځانګړي ځای بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491178 خپرونې تاریخ : 2025/05/26
ایکنا - د مدینې منورې په مسجد النبی (ص) کې د ښځو د چارو ادارې د لومړي ځل لپاره د ښځو په لمونځځایونو کې سمارټ نمایشګرونه یا ډسپلې لګولي ، څو د هغوی دیني او معرفتي پوهه لوړه کړي.
د خبر لمبر: 3491176 خپرونې تاریخ : 2025/05/26
حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته د واریدیدا پشمول د حج مناسک د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره کې ،په دوهم آيت کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو حاجیان و ته سپکاوی ونه کړي. په دغه آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167 خپرونې تاریخ : 2025/05/26
ایکنا - د ۱۴۰۴ حج لپاره د لېږل شوي نور قرآني کاروانیو غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلامالله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169 خپرونې تاریخ : 2025/05/25
ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیان و په ټول کې د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3491166 خپرونې تاریخ : 2025/05/24
ایکنا – د ایران تکړه قاری اود نور د قرآني کاروان یوه غړي حمید جلیلي، د وحي ټاټوبی ته دتللو ایرانیو حاجیان و په ټول کې د انعام د مبارکې سورې د څو آیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3491165 خپرونې تاریخ : 2025/05/24