افغانستان - پاڼه 15

IQNA

بچوې
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو  په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(استانبول) د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ترکیې ته په سفر کې  د افغانستان   لپاره د ملګروملتو له ځانګړې غږملونکې  او ددغې موسیسې خپلواکه څارونکې فریدون هادي سینیرلي اوغلو سره  لیده کاته وکړل .
د خبر لمبر: 3488183    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(کابل)  د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر په دغه هیواد کې د اروپائي اتحادئې له مسئولې سره په کتنې کې په دغه هیواد کې  د بشری مرستو دویش په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3488174    خپرونې تاریخ : 2023/10/26

ایکنا-(کندهار)  د پاکستان حکومت  هغو ټولو غیر قانوني پناه غواړو ته چې د پاتیکیدو قانوني مدرکونه نه لري،د نومبر له لومړۍ نیټې تر مخکې پورې  مهلت ورکړی چې له هیواده دې ووځي.کني نو له ټاکلي نیټې وروسته به ونیول او په بندونو کې واچول شي.
د خبر لمبر: 3488166    خپرونې تاریخ : 2023/10/25

ایکنا-(کراچئ) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د  طالبانو د حکومت  کونسل  عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستانه  دغیر قانوني  افغان کډوالو د ویستلو د مهلت دغځیدو غوښتنه لري.
د خبر لمبر: 3488164    خپرونې تاریخ : 2023/10/24

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان خبري سرچینو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د اسلام آباد د نویو سیاستونو له غوره کولو سره هممهاله ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د خبر لمبر: 3488158    خپرونې تاریخ : 2023/10/23

ایکنا-(تهران) په سیمې کې افغانستان او پاکستان دوه داسې هیوادونه دي چې تر دېدمه په پولیو ناروغي هماغه راز ماشومان ګواښي او یوځل ددغو هیوادونو واکوالانو دګوځڼ د ناروغۍ په ضد واکسینشن ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488157    خپرونې تاریخ : 2023/10/23

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
د خبر لمبر: 3488150    خپرونې تاریخ : 2023/10/22

ایکنا-(کابل) د افغانستان په شمال کې  د بلخ هوائي ډګر مسئولانو ووئيل، له دغه هوائي ډګره  عربستان ته د مسافرانو د منتقلولو او تجارتی الوتونه پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3488138    خپرونې تاریخ : 2023/10/20

ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته واک ته د طالبان په رسیدا پسې امریکا د افغانستان په ضد په اقتصادي بندیزونو سره ددغه هیواد د جنګ ځپلو خلکو ترینګلتیاوې او مشکلات لا زیات کړي او  او د افغانستان د ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ ئې هم  کنګل او نغرلي دي.
د خبر لمبر: 3488136    خپرونې تاریخ : 2023/10/19

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود حکومت  یو لوړپوړي چارواکي  په فلسطین د  وحشي ډوله صهیونسټانو جنایتونو ته په اشارې سره  ووئيل، د اسرائيلو په دغو جنایتونو کې د امریکا حکومت په بشپړ ډول شریک دی او باید اسلامی هیوادونه ورڅخه ځواب وغواړي.
د خبر لمبر: 3488131    خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(کابل) د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې ستر لاريون وکړ او  د شعارونو په ورکولو سره ئې پر غزه د اسرائیلو وحشيانه بریدونه  وغندل.
د خبر لمبر: 3488126    خپرونې تاریخ : 2023/10/17

ایکنا-(اسلاماباد) د پاکستان د حکومت د فیصلې په اساس په دغه هیواد کې غیر قانونی اوسیدونکو درستو پناه غواړو ته  د اکتوبر یودیرشمه نیټه وروستۍ نیټه ورکړل شوې ده چې  له هیواده ووځي کنی نو په زوره به وویستل شي.
د خبر لمبر: 3488110    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(کابل) د افغانستان   ولس په بې دفاع فلسطینی ولس باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملوباندې په اعتراض کې  او د مړه دې وي امریکا او  مړۀ دې وي اسرائيل په شعارونو پورته کولو سره  د مظلوم فلسطیني ولس په ضد دحشیانو د حملو د فوري دریدا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488107    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(کابل) داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د افغانستان په بغلان ولایت کې په پلخمري کې د امام الزمان جومات د هغې بوږنونکي چاودنې مسئولیت په غاړه  اخستی چې پکې  له امله ئې دخدای په درګاه کې سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو شپیته نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3488105    خپرونې تاریخ : 2023/10/14

ایکنا-(کابل) د افغانستان د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د اهل تشیّع په  امام الزمان جومات کې د وحشي جنایتاکورو په لاس په یوې زورورې چاودنې کې  د خداي په درګاه کې دیرش سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو پنځوس نورټپیان شول.
د خبر لمبر: 3488099    خپرونې تاریخ : 2023/10/13

ایکنا-(تهران) د بشری حقوقو نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې خپرولو سره پر پاکستان غږ کړی  چې په زوره دې دافغان پناه غواړو ویستل ودروي،ځکه دا د درې ا ړخیزې موافقې په خلاف اقدام دی.
د خبر لمبر: 3488097    خپرونې تاریخ : 2023/10/13

ایکنا-( کابل ) د بې پولې ډاکټرانو اداره وائي چې  د افغانستان په هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو شمیر له څلور نیمو زروتنو هم اوښتی او دغه راز کابو نهه زره نور  هم ټپیان دي .
د خبر لمبر: 3488088    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(هرات) د افغانستان په هرات ولایت کې په وروستۍ زلزلې کې د وروستیو راپورونو په اساس کابو ۴۵۰۰ کسان وژل شوي او کابو نهه زره نور ټپیان شوي دي چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي.
د خبر لمبر: 3488085    خپرونې تاریخ : 2023/10/10

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی  چارو مرستیال ملاعبدالغنی برادر هم له خلکو سره دخواخوږۍ  د ښودلو لپاره  نن  هرات ته تللی دی.
د خبر لمبر: 3488080    خپرونې تاریخ : 2023/10/09