ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د کابینې اقتصادي مرتسیال ملاعبدالغني برادر چې دیوه تجارتي او اقتصادی پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر راغلی دی ، نن ئې دایران په جنوب ختیځّ کې د چابهار بندر داقتصادي او تجارتي ظرفیّتونو له لیدو وروسته دسیستان او بلوچستان له والی او د سیمې له مسئولانو سره په غونډې کې ووئيل، افغانستان ډير زیات کانونه او معدنونه لري او له دغه بندره نړیوالو بازارونو ته ددغو موادو د صادراتو لپاره استفاده کیدلی شي.
ملابرادر له ایران سره پخوانیو سیاسی او اقتصادي اړیکو او له سیستان او بلوچستان ولایت سره ګاونډيتوب او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ووئيل، د افغانستان د حاکمه پلاوي درسته هڅه دا ده چې له ایران سره ښئ،دوستانه او اقتصادي او پانګووالې اړیکې درلودل دي او د مونږ لپاره ایران د اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت دی .
د افغانستان د حکومت د کابینې اقتصادي مرستیال ووئيل، افغانستان په وچې کې کلابند شوی او آزادو اوبو او لویو بازارونو ته د رسیدا او لاس رسی لپاره د ایران سمندري ساحلونو او خاورې ته اړتیا لري او په مقابل کې ایران دافغانستان له ګاونډیو هیوادونو او مینځنۍ آسیا سره یوځای کوي.
ملابرادر زیاته کړې ده ، په تهران کې په مختلفو زمینو کې له مسئولانو سره بحث او خبرې اترې شوي او دغه خبرې اترې ښئ چې ددواړو هیوادونو داړیکو راتلونکی ډير روښانه دی .