ایکنا-(تهران)طالبانو دافغانستان د هغو ښځينه محصیلینو چې په قطر او قزاقستان کې دزده کړې نیّت ئې درلود مخه ونیوله.
د خبر لمبر: 3486145 خپرونې تاریخ : 2022/08/27
ایکنا-(تهران) د افغانستان په شمال کې په بلخ پوهنتون کې د تاک او جفت دقانون د اعمالیدا له پیلیدا سره په یووخت ، محصیلینودغه بهیر ظالمانه او غیر منطقي بللی دی. ددغې فیصلې په اساس انجونې باید د ټاک یافرد ورځې او هلکان هم په جفت یا زوج ورځو پوهنتون ته لاړ شي.
د خبر لمبر: 3486143 خپرونې تاریخ : 2022/08/27
ایکنا-(تهران دطالبانو دحکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد ووئيل، په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو اصلي لامل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، او بانکي محدودیتونه دي.
د خبر لمبر: 3486141 خپرونې تاریخ : 2022/08/26
ایکنا-(تهران) اربعین دم رکزی کمیټې مشر سید مجید امیر احمدي پرون د حسینی اربعین د مرکزی کمیټې په شپږنویمې ناستې کې ووئیل افغانستاني ښاریز، له ویزو پرته او د قانوني مدرکونو په درلودلوسره دحسینی اربعین ددستورو لپاره عتبات عالیات ته تللی شي.
د خبر لمبر: 3486135 خپرونې تاریخ : 2022/08/24
ایکنا-(تهران) د ماشومانو د ساتنې کمیټې(سیف دا چیلډرن ) په پنجشنیې ورځې د یوې اعلایمې په خپرولو سره خبرداری ورکړی که سملاسی انساني مرستې ونه رسیږي،نو په افغانستان کې به په میلیونونمو ماشومان ومري.
د خبر لمبر: 3486122 خپرونې تاریخ : 2022/08/20
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیانو حقوقو او ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116 خپرونې تاریخ : 2022/08/17
ایکنا-(تهران)دایران د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غيرقانوني کړنو پايله ده.
د خبر لمبر: 3486108 خپرونې تاریخ : 2022/08/15
ایکناــ(تهران)د طالبانو په لاس د کابل د سقوط او له افغانستانه د امریکائی عسکرو د بې شرمه وتلوپه کلیزې کې،داسې بریښي چې اغیزې ئې د امریکا په داخل کې د جوبایډن له وروستیو بریاؤ سره سره،ډيموکراټيک ګوند او دهغه د کمزورتیا په ټکي بدلې شوي دي .
د خبر لمبر: 3486104 خپرونې تاریخ : 2022/08/14
ایکنا-(تهران)د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486099 خپرونې تاریخ : 2022/08/12
ایکنا-(تهران) د افغانستان په جنوب ختیځ کې د جون په ۲۲نیټه زورورې زلزلې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي او دغه راز ئې په سلګونو کورونه هم ویجاړ کړي دي .
د خبر لمبر: 3486091 خپرونې تاریخ : 2022/08/10
ایکنا-(تهران )د پاکستان په لسګونو سترو او واړو ښارونو کې په میلیونونوحسینی ویرجنو په دغو دستورو کی په پراخ ګډون سره د پاکستانی ولس ترمنیځ وحدت او اتحاد نندارې ته وړاندی کړ .
د خبر لمبر: 3486087 خپرونې تاریخ : 2022/08/09
ایکنا-(تهران) دافغانستان د فریاب ولایت د میمنې ولسوالۍ تکړه دیني عالم او دجمعې لمانځه امام حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی وويل،د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره ورغلي وو.
د خبر لمبر: 3486085 خپرونې تاریخ : 2022/08/09
ایکنا-(تهران) نن د کربلا دحماسي پاڅون دعاشورا ورځ ده په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وایوو.
د خبر لمبر: 3486082 خپرونې تاریخ : 2022/08/08
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د حسیني عاشورا د عزادارۍ په آزادۍ سره د ترسره کیدا په باب د خپلو وعدو په خلاف د بلخ ولایت په تیره بیا په مزار شریف ښار کې دعزادارو لپاره نوی محدودیّتونه اعمال کړي دي.
د خبر لمبر: 3486077 خپرونې تاریخ : 2022/08/07
ایکنا-(تهران) د شهیدانود سردار او د کربلا د حماسې بیرغوال حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ له شپو ورځو سره په یووخت د محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ جمعې ورځې د درستې نړۍ په څير دایران په اسلامی جمهوریت کې هم د تنکیو حسینی ماشومانو سترې غونډې دایران په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486073 خپرونې تاریخ : 2022/08/06
ایکنا-(تهران)د افغانستان په مزارشریف کې د محرم الحرام په شپو ورځو کې مرثیې او ماتم ډير په پرتم سره ترسره کیږي او دامام حسین علیه السلام په زرګونو مینه وال دیوه بل ترڅنګ دکربلا دشهیدانو یاد لمانځي اوویر او ماتم کوي .
د خبر لمبر: 3486070 خپرونې تاریخ : 2022/08/06
ایکنا-(تهران) د محرم الحرام له لومړۍ جمعې سره په یووخت ، نن د حسینی شیرخوارانو نړیوالې دستورې د ایران په اسلامی جمهوریت کې په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې او د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486067 خپرونې تاریخ : 2022/08/05
ایکنا-(تهران)د آسټریلیا دمشرانو جرګې افغان توکمه استازې چې پخپله ددغه هیواد په پارلیمان کې لومړنۍ سترمنه ښځه ده ووئيل،له هغو پيغلو انجونو چې د حجاب او سکارف د اچولو فیصله کوي،غواړم په ویاړ سره دغه کار وکړي او په دې باندې په پوهیدا سره چې حق لري کوم ډ ول ستر او حجاب ولرل شي،دغه کار ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3486057 خپرونې تاریخ : 2022/08/02
ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پخپل یوه ټولنیز پيغام :ې لیکلی دي ،پرون په هیرمند سیمې کې د طالبانو او ایرانیو سرحدي مامورانو ترمینځ له نښتې وروسته ،د طالبانو د موقته حکومت ددفاع وزارت او دایران د استازي په شتو سره یوه غونډه جوړه شوې ده .
د خبر لمبر: 3486054 خپرونې تاریخ : 2022/08/01
ایکنا-(تهران)د ترلاسه شوو سندونو پراساس طالبانو د ښځو د پیوستون ورځ او د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د بندیز نړیواله ورځ هم د افغانستان له رسمي تقویم څخه حذف کړې ده.
د خبر لمبر: 3486050 خپرونې تاریخ : 2022/08/01