افغانستان - پاڼه 34

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) په داسې حال کې چې پرون هم په کندوز کې  اهل تسنن په یوه جومات کې د جمعې لمانځه  د اداکولو په وخت په غیر انساني  او مرګوني چاودنې کې  په سلګونو لمونځ ګوزار شهیدان او ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3485893   خپرونې تاریخ : 2022/06/18

تهران ( ایکنا) بیوزلي او د طبي او درملیزو امکاناتو نشتوالی په افغانستان کښې په تیلیسیمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو د مړینې لامل ګرځي
د خبر لمبر: 3485754   خپرونې تاریخ : 2022/05/06

تهران (ایکنا) - په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د شهدا او د معلولینو د وزارت مرستیال، افغانانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستو څخه قدرونه وکړه، قاري شاه محمد عباس له افغانانو څخه د ایران د ملاتړ د دوام غوښتونکی شو.
د خبر لمبر: 3485727   خپرونې تاریخ : 2022/04/27

تهران (ایکنا) -د افغانستان په ختيځو ولايتونو په خاصه توګه جلال اباد ، مهترلام او اسد اباد ښارونوکې د تبلیغاتي بورډونو په نصبولو سره د قدس د نړیوالې ورځې د ښې او پر جوشه نمانځنې لپاره چمتووالی روان دے
د خبر لمبر: 3485723   خپرونې تاریخ : 2022/04/26

تهران (ایکنا) - د پاکستان تحریکِ طالبان(تي ټي پي) په دغه هیواد کښې د خپلو بریدونو د زیاتولو په ګواښ سره وویل چې په افغانستان باندې د پاکتسان د هوايي حملو غچ به واخلي.
د خبر لمبر: 3485707   خپرونې تاریخ : 2022/04/20

تهران (ایکنا) – د افغانستان د کابل  په ختیځې برخې کې د یوه پرائیویټ ښونځي وړاندې په زورورو چاودنو کې تر پنځه ویشتو پورې زده کونکي  وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي  البته ځيني شاهدان وائي ،  وسله وال کسان اوس  هم ډزې کوي .
د خبر لمبر: 3485705   خپرونې تاریخ : 2022/04/19

تهران (ایکنا) -د ايران خارجه وزير په کابل او هرات کښې د ايران په نمائندګيو تيري او په وروستيو پېښو باندې د افغانستان د موقته حکومت د بهرنيو چارو د وزارت  د سرپرست د ژورې خواښينۍ په ځواب کښې وويل: ايران افغانستان ته يو مثبت رغانده نظر لري.
د خبر لمبر: 3485702   خپرونې تاریخ : 2022/04/19

تهران (ایکنا) -د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مخکيني وزير عبدالکريم خرم د ايران او افغانستان د خلقو کلتوري، ديني، ژبني او اجتماعي پراخو اشتراکاتو ته په اشارې سره له مخکې د دواړو هېوادونو د لازياتې دوستۍ غوښتونکی شو.
د خبر لمبر: 3485698   خپرونې تاریخ : 2022/04/18

تهران (ایکنا)- په افغاستان کې د طالبانو خارجه وزارت د افغانستان په خاوره د پاکستاني پوځ د بمبارۍ په غبرګون کې د پاکستان سفیر احضار کړی او سرپرست خارجه وزیر امیرخان متقي د پاکستان سفیرته وویل د افغانستان په خاورې د حملو دوام د دواړو لورو اړیکی خرابوی او د بدغواړو او غرضیانو د ناوړې استفادې زمینه برابروی چی بدې پاییلې به ولري .
د خبر لمبر: 3485691   خپرونې تاریخ : 2022/04/17

دافغانستان په کابل کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو دفتر پرون په یوې بیانیې کښې په دې هکله د سیمې د ملتونو او حکومتونو په تیره بیا د طالبانو د هوښیارتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3485687   خپرونې تاریخ : 2022/04/16

تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې په دا وروستیو کې په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې ددغو ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3485680   خپرونې تاریخ : 2022/04/14

تهران(ایکنا) – د افغانستان د سیاسی او کلتوري چارو کارپوهانوپه سیمې کې د تکفیري لیدتوګو له دودیدا سره په مقابلې کې د ایران او افغانستان د دوو هیوادونو دیني عالمانو،شخصیّتونو،ځوانانو او رسندویود روزنې پر ضرورت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3485679   خپرونې تاریخ : 2022/04/14

تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامی جمهوریت خارخه وزیرپه افغانستان کې د ایران په کونسلګرۍ او سفارت د ځينو شرغواړو د تیریو په اړه  په دسیسه جوړونې پسې ووئيل ، په دې لړ کښې باید د ګډو دښمنانو دسیسو ته پام وکړو.
د خبر لمبر: 3485675   خپرونې تاریخ : 2022/04/13

 تهران (ایکنا)-په افغانستان کې د ملګرو ملتون استازې دیبورا لاینز پرون ناوخته د طالبانو د  اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره لیده کاته  وکړل.
د خبر لمبر: 3485659   خپرونې تاریخ : 2022/04/10

تهران (ایکنا)- په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ایران او افغانستان ترمینځ د اړیکو د خرابولو لپاره د ځینو دسیسو د پلان په باب خبرداری ورکړ
د خبر لمبر: 3485658   خپرونې تاریخ : 2022/04/10

تهران(ایکنا) – د جرمني دارالقرآن د روژې په مبارکې میاشتې کې  او دغه راز په روان اپریل میاشت کې د اروپا په سویه د قرآن  کریم د تفسیر،مفاهیمو،حفظ او قرائت د سیالیو د اتم پړاؤ د ترسره کولو بلنه ورکړې ده .
د خبر لمبر: 3485649   خپرونې تاریخ : 2022/04/07

تهران (ایکنا) – د ایران د اسلامی شورا مشرمحمد باقر قالیباف  په مشهد مقدس کې په سپیڅلي حرم کې د پروني  جنایت  محکومولو او د حجةلاسلام اصلانی د شهادت په مناسبت د تسلیت په وئیلو سره زیاته کړه ،مونږ ټول باید هوښیار ووسو  چې ددغه ملت دښمنان او فرصت غواړي د ملتونو ترمینځ د دوستۍ او ورورولئ د له مینځه وړلو لپآره له داغه شان جنایته ناسمه استفاده ونه کړئ شي او باید دغه شان شیطانی کارونه د اسلام د ژوندي ساتلو، عظمت او د مسلمانانو د عزت لپاره د اسلامی امت په یووالی او وحدت هیڅ اغیزې ونه شیندي .
د خبر لمبر: 3485640   خپرونې تاریخ : 2022/04/06

تهران (ایکنا) -د افغانستان د په هلمند او هرات ولایتونو کې  چاودنو بیا نهه کسان وژلي او کابو پنځه دیرش نور ئې ټپيان کړي دي .
د خبر لمبر: 3485630   خپرونې تاریخ : 2022/04/02

 تهران (ایکنا) -په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دروغتیائي چارو وزیر  دقطر په دوحې کې  دیونیسف او  او روغتیائي چارو دنړیوالې ادارې  له استازو سره لیده کاته وکړل .
د خبر لمبر: 3485627   خپرونې تاریخ : 2022/04/01

تهران (ایکنا) - د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت په ضد  دامریکائي حکومت له خوا یو پټ لیک ایشوا شوی چې پکې  ئې د پاکستان لومړی وزیر ګواښلی  او وئيلي ئې دي چې که د پاکستان دلومړي وزیر په ضد دعدم اعتماد بیل په پارلیمان کې ونه منل شي،نو د پاکستان لپاره به ډيرې بدې پایلې ولري .
د خبر لمبر: 3485626   خپرونې تاریخ : 2022/04/01