iqna

IQNA

بچوې
ایکناـ(اسلام اباد) په پاکستان کې کارګری ټولنې او ښځینه فعالانو د لړمد میاشتې په دیارلسمه نیټه  په لاهور،کراچۍ  پنډۍ  او خینو نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  جنایتونو په محکومیّت کې  مظاهرې وکړې او له جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم او دهغو ملاتړې امریکا څخه ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488225    خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(شارجه) د  شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د غزې د شهیدانو نامې نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488222    خپرونې تاریخ : 2023/11/05

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې د دلړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې له ظلم سره مبابره او د مقاومت روحیه له هماغه پیله د اسلامی انقلاب به بطن او ذات کې نعښتې ده ،ووئيل،اسلامی مقاومت د نن لپاره نه دی او له هماغه پیله بر الهی سنتونو او دقرآڼ کریم په منطق او د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت مشتمل  اساس او چوکاټ دی .
د خبر لمبر: 3488216    خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3488214    خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(تهران) د فلسطین دغزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ددوه  ګوڼو  او منافقانه سیاستونو په دوام کې د ترکیې په جنوب کې په اینجرلیک  هوائي دګر کې د امریکا دسټراټژيکې جنګی  الوتکې دیره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488211    خپرونې تاریخ : 2023/11/02

ایکنا-(غزه) د وحشی جنایتکار صهیونیسټي رژيم  جنګی الوتکو  پرون ناوخته د فلسطین په غزې کې په جبالیا کیمپ بې آمانه بمباري وکړه  چې وئيل کیږي،څه دپاسه څلور سوه بې ګناه فلسطینی ماشومان او ښځې او سړي پکې شهیدان اوټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488203    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(واشنگـتن ) د طوفان الاقصی نومې ناڅاپي عملیاتو په ترسره کیدا پسې په امریکا او اروپائي هیوادونو کې اسلام ضده بهیرونه  او له اسلامه د ویرولو پروسه یو خل بیا راپورته شوې اویوه پاکستانۍ توکمه متخصصه ډاکټره هم په دغه بهیر کې قرباني شوه.
د خبر لمبر: 3488202    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(کابل) د افغانستان دخارجه وزارت سیاسی مرستیال ووئيل، که مسلمانان یو واحد ځواک وائ ،نو په فلسطین یا بل هیڅ یو اسلامی هیواد یرغلونه نه شول کیدلی.
د خبر لمبر: 3488201    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(صنعاء) د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع زیاته کړې ده،د دریم ځل لباره مو په نیواکي ټاټوبو کې په مختلفو ټارګټونو باندې توغندوي او ډرونز په وسیله بریدونه کړي دي او د اسرائیلو دتیریو تربندیدا پورې به خپلو توغندوي او ډرونز  درندو ګوزارونو ته دوام ورکړو.
د خبر لمبر: 3488200    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(تهران) د فلسطین دمقاومتي چورلیز  مبارزانو په وسیله د طوفان الاقصی  له عملیاتو د ملاتړ په لړ کې  چې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم په ضد اجرا شوي،ایکنا نیوز د مصر د مشهورو قاریانو ،هر یو شیخ محمد صدیق المنشاوي، شیخ مصطفی اسماعیل، شیخ عبدالباسط عبدالصمد ، شیخ محمود علی البنا او شیخ کامل یوسف البهتمي  په شمول د مصر د مشهورو قاریانو  په زړه پورې غږ کې  د اسراء سورې پنځم آیت  تلاؤت خپلو خوږو مینه والو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488199    خپرونې تاریخ : 2023/10/31

ایکنا-(لبنان)  معاریو  عبري ژبې خپرونې په یوه تحلیل کې ، د لبنان د حزب الله  یو څو سکینډه   البته معنادار کلیپ   چې د رسندویو دتوجه وړ ګرځيدلی دی ، د اسرائيلو په ضد د لبنان د اسلامی مقاومتي غورځنګ  یو نفسیاتي جنګ ګڼلی دی.
د خبر لمبر: 3488194    خپرونې تاریخ : 2023/10/31

ایکنا –(_تهران) په ایران کې د حماس غورځنګ استازی ووییل، ټولو لوېدیځي هیوادونو او امریکا اسرائیلو څخه په ملاتړ کې د فلسطین په ضد لاس یو کړی دی ، ولي عرب چارواکې فلسطین څخه ملاتړ نه کوي.
د خبر لمبر: 3488191    خپرونې تاریخ : 2023/10/30

ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو  په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په اسلام اباد کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  په اهتمام سره د فلسطین دآزادۍ سمینار د پاکستان دمتفکرانو، مذهبی شخصیّتونو او همداارز د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفیر په شتون سره پرون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488184    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(تهران) د امریکا یوې خپرونې د غزې په جنګ کې د صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو ترڅنګ د امریکا د سپيشل فورس دکمانډوزو په شتون اعتراف وکړ.
د خبر لمبر: 3488182    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  له وحشي صهیونیسټي رژيم څخه  د  لویدیځوالو  چې په سر کې امریکا ده ، بې خرته ملاتړونه،  پهغزې کې د ددغه جنایتکار رژيم  د  څاروي ډوله جنایتونو  د ترسره کولو لپاره ددغو هیوادونو یوډول شنه اشاره وبلله او  وې وئيل،   اوس  د فلسطین ملت له بل هر وخته زیات  د نړیوالو داغیزشیندونکي ملاتړ ته په تیره یبا د اسلامی هیوادونو وحدت ته اړتیا لري څو د وحشي ډوله جنایتونو او د نسل وژنې په  جرم کې د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  بې آمانه بمباریو او جنایتونو   دوام ودرول شي.  
د خبر لمبر: 3488180    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان  په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په هراړخیزې حملې پسې په یولړ څرګندونو کې  ووئيل، جنایتکار صهیونیسټان د بریالیتوب خیال انځور په ذهن کې لري ،خو باید پوهه دې شي ، نړۍ به د فلسطین دمقاومت د یوې بلې حماسې شاهده ووسي او جهنم هم د جنایتکارو په انتظار کې دی.
د خبر لمبر: 3488179    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(غزه) دنړۍ په مختلفو سیمو کې  د فلسطین له غزې تړانګې مظلومو خلکو سره د خواخوږي او پيوستو  په مناسبت مظاهرې  هماغه راز دوام لري او اعتراض کونکي په غزې  د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو او ددغې سیمې د بې ګناه خلکو  د عامې وژنې په دوام باندې د خپلې غوسئې او کرکې او اعتراضونو په دوام کې  واټونو ته راوتلي او د استعمار او استکبار او د وحشي صهیونیسټانو په ضد ئې خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3488178    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(غزه) وحشي صهیونیسټي رژيم دجمعې په ماښام په غزې تړانګې  د ارتباطي کرښو او انټرنیټ په بشپړ غوڅولو سره په یووخت په دغې تړانګې  له هوا ،مځکې  او سمندره حملې وکړې.
د خبر لمبر: 3488177    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د وحشي صهیونیسټي رژيم  د دوامدارو جنایتونو په مقابل کې د غزې د خلکو صبر او اقتدار  سره په یووخت  مظلومیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ،زخمی شوی او لړزانه نیواکګر رژیم دغزې له خلکو څخه د فلسطینیو مبارزانو د غچ  اخستو په حال کې دی،خوبې شکه او د صهیونیسټانو په جنایتونو کې د امریکایانو چورلټه ملګرتیا او ددنیا د شرغواړو له درستو ملاتړونو سره سره، دا ټول ظلم او جنایت، په نهایت کې هیڅ نتیجه نه ورکوي او په دغې پيښې  او راتلونکو قضیو کې  بریالیتوب له فلسطینیانو سره ښائي.
د خبر لمبر: 3488168    خپرونې تاریخ : 2023/10/25