IQNA

امریکا او لوېدیځي هیوادونو له اسرائیلو سره په ملاتړ کې یو لاس شوي

17:57 - October 30, 2023
د خبر لمبر: 3488191
ایکنا –(_تهران) په ایران کې د حماس غورځنګ استازی ووییل، ټولو لوېدیځي هیوادونو او امریکا اسرائیلو څخه په ملاتړ کې د فلسطین په ضد لاس یو کړی دی ، ولي عرب چارواکې فلسطین څخه ملاتړ نه کوي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران په اسلامي جمهوریت کې د حماس د غورځنګ استازی خالد القدومې په تهران کې له غزې څخه په ملاتړ کې غونډې پر مهال وویل: نن د طوفان الاقصی د عملیات ۲۴ ورځ ده، دغه موده کې صهیونیست رژیم د امریکا او لوېدیځو هیوادونو په ملاتړ لاهم د ماشومانو او ښځو په شمول د عامو فلسطیني وګړو وژلې ته دوام ورکوي.

هغه وویل: صهیونیستي رژیم تر اوسه له ۲۰۰ زیات کورونه یې له مینځه وړي دي، څو فلسطینیان جلاوطنه کېدو ته مجبوره کړي، لیکن مونږ به هیڅکله خپله خاوره پرې نه ږدو، د اسرائیل ناکامې ضروري ده، نړیوالو ته دا زمونږ پیغام دی، مونږ هیڅکله د اسلامي امت د له مینځه ایستلو اجازه نه ورکوو.

د حماس استازی وویل: ولي غزې ته د بشردوستانه مرستو کاروانونو ته ننوتلو اجازه نه ورکوئ؟ ولي د فلسطین په ولس د سپین فاسفوریک بمونو او ممنوعه کیمیاوي موادو څخه کار اخلئ؟

خالد اقدومي زیاته کړه: امریکا او غربیان ټوله اسرائیل سره یو ځای شوي دي، او په دې مسالې باندې اعتراف کوي، خو ولي عرب چارواکي نه وایي چي مونږ غزې سره یو!؟ تر اوسه غربیانو اسرائیل رژیم ته هر ډول مرستې لېږدولي دي، ولسي څوک فلسطین لپاره عملي اقدام نه کوي؟.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i140736

captcha