ایکنا-(لبنان) د حزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم ټينګار وکړ،دطوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .
د خبر لمبر: 3488167 خپرونې تاریخ : 2023/10/25
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو غږ کړی څو له جنایتکار او وحشي نیواکګر رژيم سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
د خبر لمبر: 3488165 خپرونې تاریخ : 2023/10/25
ایکنا-(تهران) د هیوادونو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مرکزونو درست استاذان دګروهنې په بڼه کې له دغه کمپاین څخه دملاتړ کونکي په توګه خپله ،د خپل پوهنتون نامه او دهیواد نامه په دغه ایمیل باندې رالیږلی شئ څو د ضمیر ویښه استاذانو په دغه کمپاین کې برخه واخستل شي..... info@iqna.ir
د خبر لمبر: 3488161 خپرونې تاریخ : 2023/10/24
ایکنا-(تهران) د دنیا په مختلفو هیوادونو کې په لکونو خلک هماغه راز په مظاهرو کولو سره د فلسطین پربې دفاع او بې څوکه خلکو باندې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم د بې آمانه حملود دریدا غوښته کوي.
د خبر لمبر: 3488156 خپرونې تاریخ : 2023/10/23
د قاهرې غونډه
ایکنا-(قاهره) د مصر ولسمشر د اردن پاچا او د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر په قاهرې کې دسولې په غونډې کې د فلسطینیانو دکوچولو لپاره د صهیونیسټي رژيم هرډول هڅه رد او د فلسطین دمسئلې پر سملاسي حل ئې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488147 خپرونې تاریخ : 2023/10/22
ایکناـ(انډونیشیا) پرون په جمعې ورځې هم په درستو اسلامی او عربی هیوادونو کې اود غه راز په یوشمیر لویدیځي هیوادونو کې د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومیّت کې پراخې مظاهرې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488139 خپرونې تاریخ : 2023/10/21
ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د وحشي صهیونیسټ ضده سترې ولسی غونډې ته په خطاب کې ټينګار وکړ ،اسلامی هیوادونه باید ددغه وحشي رژيم سفیران وباسي او له دغه جنایتکار رژيم سره اړیکې غوڅې کړي.د اسلامی ملګرتیا له موسیسې او مصر څخه د مونږ انتظار دغزې کلابندۍ په خمتولو او مرسته رسونه ده چې د رفح لاره پرانیستل او مرسته رسونې پیل شي.
د خبر لمبر: 3488133 خپرونې تاریخ : 2023/10/19
ایکنا-(غزه)د فلسطین په غزې کې د یوه زخمی فلسطیني مرستندوي له خوا د قرآن کریم د آیتونو ویډیوئي تلاؤت ځان ته ډيرپام جلب کړی دی.
د خبر لمبر: 3488132 خپرونې تاریخ : 2023/10/19
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود حکومت یو لوړپوړي چارواکي په فلسطین د وحشي ډوله صهیونسټانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئيل، د اسرائيلو په دغو جنایتونو کې د امریکا حکومت په بشپړ ډول شریک دی او باید اسلامی هیوادونه ورڅخه ځواب وغواړي.
د خبر لمبر: 3488131 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(غزه) په داسې حال کې د وحشی صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو دغزې په المعمداني روغتون باندې په وحشیتوب سره بمباري وکړه او څه دپاسه زرو ماشومانو ،ښځو اوبوډآګانو او ځوانانو وینه ئې وبهوله او روغتون ئې په کنډوالې بدل کړ،دنړۍ په سویه دهغه وحشیتوب په ضدکرکه اوغوسه په زیاتیدا ده چې امریکا ئې بشپړ ملګرتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488130 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(غزه) په فلسطین کې د غزې المعمداني روغتون له بې آمانه بمبارۍ وروسته په زیاترو اسلامی هیوادونو کې عمومی ویر اعلان شوی دی. او مقاومتی چورلیز اعلان ړی دی چې دغه جنایت یوه نسل وژنه ده او د بشریّت په ضد دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
د خبر لمبر: 3488129 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3488128 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(غزه) د وروستیو راپورونو په اساس د فلسطین د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په بیګانئ بمبارئ کې څه دپاسه پنځه سوه ماشومان، میرمنې ،بوډاګان ا، ځوانان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي ،البته ځيني سرچینې د شهیدانو شمیر له اتو سوو کسانو هم زیات ښئ .
د خبر لمبر: 3488127 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(کابل) د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې ستر لاريون وکړ او د شعارونو په ورکولو سره ئې پر غزه د اسرائیلو وحشيانه بریدونه وغندل.
د خبر لمبر: 3488126 خپرونې تاریخ : 2023/10/17
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودپه غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په نسل وژنې کې د و حشي صهیونیسټي رژيم جنایتونو دوام ته په اشارې سره د بې آ مانه بمباریوپه فوري غوڅیدا باندې په ټينګار سره وفرمائيل؛که دغه جنایتونه دوام وکړي، نو مسلمانان او مقاومتيت ځواک بیتابه کیږی او نور هیڅوک د دوي مخه نشي نیولی. په دغه واقعیّت باید پوهه شی او دا توقع مطرح نه کړي چې اجازت ورنکړئ فلانئ ډله فلانی کار وکړي.
د خبر لمبر: 3488125 خپرونې تاریخ : 2023/10/17
ایکنا-(غزه) د فلسطین مقاومتی مبارزانو یو خل بیا د صهیونیسټي رژيم پلازمینه تل ابیب په لسګونو توغندیو شیشت کې راوست او راپورونه هم ښئ چې د غزې تړانګې باندې له حملې د پوځ دلوړپوړو چارواکو او افسرانو د شاتګ په باب هم راپورونه خپره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488124 خپرونې تاریخ : 2023/10/17
ایکنا-(تهران) د ؛ له طوفان الاقصی راینولې د آزادۍ تر سباؤن پورې ؛نومې سمینار د هیواد دپوهنتونوالو د قرآنی ادارې په همت او د فلسطینی ملت څخه ددفاع دټولنې په ملګرتیا سره د ایکنا نیوز په ودانۍ کې دفلسطینیو او ایرانیو فعالانو په شتون سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488123 خپرونې تاریخ : 2023/10/17
ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم روښانه کړه،له صهیونیسټي رژيم سره مقابله له مقاومت پرته امکان نه لري او په مقاومت ټينګاربه په سیمې کې لوي بدلون راولي .
د خبر لمبر: 3488122 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(لندن) دانګلستان په زرګونو خلکو پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې غونډه وکړه او د فلسطین د آزادۍ چغې په پورته کولو سره ئې د اسرائيلو دوحشي رژيم د جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار اسلام اباد او لاهور او کراچۍ او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې وشوې.
د خبر لمبر: 3488112 خپرونې تاریخ : 2023/10/15
ایکنا-(غزه)د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ددې خبرې په کولو سره چې د اکتوبر په اومه نیټه؛طوفان الاقصی عملیات؛ د وحشي صهیونیسټي رژيم سټراټژيکه ماته ده ټینګار وکړ، دښمن دمخامخیدا توان نه لری او په همدې دلیل ئې عامو وژلو ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488111 خپرونې تاریخ : 2023/10/15