د خبر لمبر: 3492302 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
ایکنا – په ایران کې د بهرنیو دښمنانو لهخوا د منظم شوو ترهګرو له لورې د تاوتریخوالي، عامه او شخصي شتمنیو د تخریب له زیاتېدو سره، د ایران د امنیتي بنسټونو د صلاحدید له مخې نړیوال انټرنېټ غوڅ شو.
د خبر لمبر: 3492299 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د رسول اکرم ﷺ د اسراء او معراج د معجزې په اړه په یوه مفصلې بیانیې کې ټینګار کړی چې دا الهي معجزه له نبوي هجرت څخه مخکې رامینځته شوې وه او د اسلام په رسالت کې ئې یوه برخلیک ټاکونکې مرحله جوړوله.
د خبر لمبر: 3492298 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کارکسب موندونکي ادارې (آنروا) په دې خبرې په ټینګار سره چې د غزې ماشومان له خپلو بنسټیزو حقوقو محرومه دي، ویلي دي چې دغه ماشومان بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492297 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د خبرواترو په بهیر کې د امریکایانو بې شرمه چلند ته په اشارې سره روښانه کړه ،درسته نړئ نندارچي وه چې د امریکاحکومت څرنګه په داسې حال کې چې مونږ د خبرواتارو پر میز وو، په ډيپلوماسۍ او مذاکراتو حمله وکړه او د نړیوالو مقرراتو او قواعدو څرګنده خلاف ورزي او انساني ضده جنایتونه ئې وکړل.
د خبر لمبر: 3492295 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او وئيلي ئې دي ، د ملي ګټو، د هېواد د سټراټیژیکو بیخ بینائي تاسیساتو او عامه شتمنیو به په قدرت سره ساتنه کوي او له هر ډول دسیسې سره به په جديت سره مقابله وکړي.
د خبر لمبر: 3492294 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا – د قرآن د عالی شورا له خوا د نړیوالو قاریانو د همفکرئ او تلاؤت تخصصي غونډه په تهران کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492288 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي په یولړڅرګندونو کې ووئيل،صهیونیسټي دښمن به په لبنان کې له دغه ملی او مقاومت پیوستون سره هیڅکله د خپلو تیریو په دوام سره خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږي.
د خبر لمبر: 3492290 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا- د عربو خبری سرچینو په یولړ راپورونو کې وئيلي دي، په غزې تړانګې کې په تیرو دوو کلونو کې ددغې سیمې د ډيرو ترینګلو شرائطو په دلیل د نوزیږو د زیږیدا تر څلویښت فیصدي کمیدا شاهدان یوو .
د خبر لمبر: 3492289 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛هرڅوک چې د ایران دملت او اسلامی نظام املاکو او ځایونو ته تاوانونه رسوي ، د ایران له ملت سره ئې هیڅ ریښه نشته او دغه شان کسان یوازې د خبیث ټرمپ د خوشالولو لپاره ورانکار کارونه کوي، چې د ایران ملت او اسلامی نظام ئې هیڅکله هم نه زغمي.
د خبر لمبر: 3492287 خپرونې تاریخ : 2026/01/09
ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او قرائت د «امام طیب» مدرسې نوې څانګه د مصر په الازهر پوهنتون کې د غیر عربيژبو لپاره د عربي ژبې د زدهکړې په مرکز کې پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3492285 خپرونې تاریخ : 2026/01/08
ایکنا - د Hotmail د برېښنالیک خدمت بنسټګر، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې د زیاتېدونکې توکمپالنې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492284 خپرونې تاریخ : 2026/01/08
ایکنا - د مصر د قرآني استعدادموندنې ټیلویژني پروګرام «د تلاوت حکومت» عمومي ناظر د دې پروګرام د نوي فصل د ترسره کېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د نومبر په میاشت کې خپور شي.
د خبر لمبر: 3492283 خپرونې تاریخ : 2026/01/08
ایکنا - هغه انځور چې د مصر د فټبالملي ټیم ستوری، محمد هاني،د افریقا د ملتونو جام د سیالیو له لوبو وړاندې د ذهني او روحي چمتووالي لپاره د قرآن کریم آیتونه تلاوت کوي، د مصري لوبغاړو د چمتووالي معنوي اړخ ته یې پام اړولی دی.
د خبر لمبر: 3492282 خپرونې تاریخ : 2026/01/08
د الازهر د افراطګرایۍ پر ضد د مبارزې څار مرکز د نیویارک په ایالت کې د جنورۍ میاشتې د «د امریکايي مسلمانانو د میراث میاشت» په توګه د نومولو هرکلی وکړ او دا یې یو تاریخي اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492281 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا -د سعودي عربستان د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس په ۲۰۲۵ کال کې د دې هېواد له داخل او بهر څخه د کابو یو میلیون لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3492280 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا – انډونیشیائئ څېړونکې او مخترعې، میرمن اُمليه قادر، د قرآن کریم د لوستلو او لیکلو د ښوونې لپاره د خپل نوښتګر ې رودې او طریقې «اقرا سرداس» (Iqra Cerdas) د بریالیتوب خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492279 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا - د قرآن کریم نړیوال نندارتون، د دې ستر قرآني بهیر د لا ولولناک ترسره کېدو لپاره د قرآني ټولنې، په تیره بیا د متفکرانو او هنرمندانو د ګډون په موخې سره ، د درې دېرشم پړاو د «شعار د ټاکلو» دعوت او بلنه خپره کړه.
د خبر لمبر: 3492278 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا – یوه انګریزڅېړونکي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې داسې دیکتاتور په توګه یاد کړی چې مغز ئې سم کار نه کوي او نړۍ یې ګډوډه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492276 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا - وال سټریټ ژورنال یو مفصل راپور خپور کړی چې پکې یې د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او په هند کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او توپیر په اړه ئې خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492275 خپرونې تاریخ : 2026/01/06