حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د امریکائي پوهنتونونو محصیلینو ته دخطاب د 2024 کال د مئ په 25 نیټه په یوه لیک کې وئيلي دي، د امریکا په متحده ایالاتو کې قدرمنو محصیلینو؛اوس تاسو د مقاومت د جبهې یوه څانګه جوړه کړې ده.
د خبر لمبر: 3489330 خپرونې تاریخ : 2024/06/06
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حضرت امام خمیني د رلحت د پنځه دیرشم تلین په دستورو کې دفلسطین موضوع ته د ارواښاد امام د کړچار په ارزونې کې وفرمائيل، د اسلامی غورځنګ د پیل له هماغه لومړنۍ ورځې څخه امام خمیني د فلسطین پر موضوع تکیه کړې او یو لړ مطلبونه ئې بیان کړل، وړاندد وئينې ئې وکړې او دمسلمانو ملتونو او پخپله د فلسطین دملت لارښونه ئې کړه ،هغه څه چې ارواښاد امام د فلسطین د راتلونکي په باب له پنځوس کلونو مخکې څخه اټکل کړی ؤ ،اوس سوکه سوکه دپوره کیدا په حال کې دي .
د خبر لمبر: 3489313 خپرونې تاریخ : 2024/06/03
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی شورا دانتخاباتو په دوهمې مرحلې کې له شتون وروسته د انتخاباتو د لومړۍ او دوهمې مرحلې یو شان والي ته په اشارې سره ټينګار وکړ، د انتخاباتو د دوهمې مرحلې اهمیّت د لومړۍ مرحلې په نسبت کم نه دی او خلک په دغې مرحلې کې پخپل شتون سره پارلیمان بشبړ کړي.
د خبر لمبر: 3489196 خپرونې تاریخ : 2024/05/11
ایکنا – د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم په ضد د ؛وعده صادق؛ رټونکو عملیاتو په درشل کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود په یوې اړونده غونډې کې د هغه غزل یو بیت چې څو کاله مخکې ئې له فرعون او له فرعوني جادوګرانو سره د حضرت موسی علیه السلام د مخامخیدا او ډغرې په باب د قرآن مجید د ځینو آیتونو په بیانولو سره وئيلي وو،بیا تکرار کړ.په همدې اساس او د د وعده صادق او یا ریښتوني ژمنې په نامې سره په رټونکو عملیاتو کې د کنیسټ( د صهیونیسټ رژيم پارلیمان) د پاسه دایرانیو ډرونز او توغندیو دتیریدا له انځور څخه په اقتباس سره ، د ؛ عصا یا لکړَه وغورځوه؛(عصا بیفکن) لوح او میډال خپور کړ.
د خبر لمبر: 3489170 خپرونې تاریخ : 2024/05/05
د رهبرۍ دستر مقام د بیانانو قرآني استناد،
ایکنا - د قرآن کریم د شعرا سورې ۲۲۷ آیت د د هنرمند او ګمراه شاعر ترمینځ دتوپیر په بیانولو سره د مومن څلور ځانګړنې یعني ،دخدای ډير یادول ، صالح عمل او ایمان او د ظلم په وړاندې کلکه دریدا د مومنو شاعرانو صفتونه ګڼي چې په خپل هنر وقلم سره دمستکبرانو او دکفر د جبهې په مقابل کې د حق د جبهبې او دمستضعفینو مرسته کونکي دي.
د خبر لمبر: 3489122 خپرونې تاریخ : 2024/04/28
ایکنا – د زلمیو قاریانو په وسیله د قرآن کریم د یوې سپارې هره ورځ د تلاؤت پروګرام چې دټيلیويژني له قرآن چینله خپریږي، په وروستیو شپو ورځو کې د اسلامی انقلاب د ستر مقام د ستاینې وړ ګرځیدلی دی.
د خبر لمبر: 3489113 خپرونې تاریخ : 2024/04/27
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د وحشي صهیونیسټي رژیم په حملې کې د اسلامي امت د لوړپوړو قوماندانانو د شهادت په مناسبت د تسلیّت په پیغام کې ټينګار وکړ، د ایران ملت شجاع او جسور ملت به صهیونیسټان په دغه او د ې ته په ورته جنایتونو باندې پښمانه کړي.
د خبر لمبر: 3488985 خپرونې تاریخ : 2024/04/02
ایکنا- حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې نن سبا اسلامی نړۍاو د نړۍ پتمن دغزې دخلکو په غم کې ویرجن دي، ووئيل،دغزې پر مظلوم ولس هغه کسان ظلم کوي،چې هیڅ انسانیّت نه لري. او په همدې اساس ترټولو مهمه دنده ، د غزې له مظلومو خلکو ملاتړ،او د هغو کسانو ملاتړ او د مقاومت له ځواکه څخه کلک ملاتړ او شجاعانه مقاومت دی چې،د غزې له خلکو سره مرستې کوي.
د خبر لمبر: 3488768 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټولو چارو د اصلاح او مشکلاتو د حل لارې په توګه د ملی وحدت او د کب د میاشتې په یولسمه کیدونکو عمومي انتخاباتو پر اهمیّت په ټينګار سره، ټول په دغې مهمې ملی پيښې کې ولولناک شتون ته وبلل.
د خبر لمبر: 3488739 خپرونې تاریخ : 2024/02/18
ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د ښځو مسئله د اسلام له مهمو ټکو څخه ده او باید داسې فکر ونه شي چې مونږ باید د میرمنو په مسئله کښې لویدیځ ته ځواب ورکړو.
د خبر لمبر: 3488483 خپرونې تاریخ : 2023/12/27
د رهبرۍ د سترمقام له ویناؤ قرآني استنادات
ایکنا نیوز- د قرآن کریم د ؛حشر ؛سورې ۱۹آیت د ځان هیرونې او د پروردګار له مهربانۍ او رحم ترلاسه کولو څخه د محرومیّت دنتیجو په باب بشریّت ته خبرداری دی او فاسق کسان هغه ډله بلل شوي دي چې له امله ئې د حیوانیّت مرحلې ته او ممکنه ده له هغو هم لا پست او لاندې ځاي ته نسکوریدل وي.
د خبر لمبر: 3488443 خپرونې تاریخ : 2023/12/19
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې که د امریکاتسلیحاتي او سیاسی مرستې نه وی، نو صهیونیسټ رژیم لپاره به کار دوام ونلری، څرګنده کړه امریکایان حقا او انصافا د صهیونیسټانو د غزې په جنایتونو کښې شریک دی.
د خبر لمبر: 3488226 خپرونې تاریخ : 2023/11/06
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د وحشي صهیونیسټي رژيم د دوامدارو جنایتونو په مقابل کې د غزې د خلکو صبر او اقتدار سره په یووخت مظلومیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ،زخمی شوی او لړزانه نیواکګر رژیم دغزې له خلکو څخه د فلسطینیو مبارزانو د غچ اخستو په حال کې دی،خوبې شکه او د صهیونیسټانو په جنایتونو کې د امریکایانو چورلټه ملګرتیا او ددنیا د شرغواړو له درستو ملاتړونو سره سره، دا ټول ظلم او جنایت، په نهایت کې هیڅ نتیجه نه ورکوي او په دغې پيښې او راتلونکو قضیو کې بریالیتوب له فلسطینیانو سره ښائي.
د خبر لمبر: 3488168 خپرونې تاریخ : 2023/10/25
د اسلامی انقلاب ستر لارښود او زده کونکي
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حسینی اربعیّن ولولناک لاریون او کربلا ته له روانیدو مخکې په وروستیو شپو ورځو کې د تهران د یوه ښونځي د فارغ التحصیلانو او زده کونکو لیک ته،چې له دوي ئې په حسینی اربعیّن کې د شتون دلازیات ګټه ورکیدا لپاره د سپارښتنو غوښته کړې ، ځواب ورکړ.
د خبر لمبر: 3487896 خپرونې تاریخ : 2023/09/03
ایکنا-(تهران) حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون مازدیګر د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربانعلی بردي محمداف سره په کتنې کې ایران او ترکمنستان سره خپلوان او دډيرو کلتوری مشترکاتو لرونکي وبلل او ټينګار ئې وکړ،دغه کلتوري مشترکات په مختلفو برخو کې په تیره بیا د انرژۍ او لارو په حوزو کې د اړیکو د لاپراختیا لپاره مهمې زمینې دي .
د خبر لمبر: 3487422 خپرونې تاریخ : 2023/06/01
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام او داسلامی نړئ د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.
د خبر لمبر: 3487352 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ددفتر دنړیوالو چارو دمرستیال آیت الله محسن قمی په شتون سره د قرآن نړیوال خبري آژانس ویب پاڼې ته د تاجیکی ژبې د پاڼې ورزیاتیدا د دستورو مخ کتنه وشوه او دغه راز اوس ایکنا په ۲۲ ژبوخپریږي.
د خبر لمبر: 3487336 خپرونې تاریخ : 2023/05/15
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛ د ماشومانو او د زلمیو د کتاب د مسلې په هکله هم ټینګار لرم او خوشبختانه ومو لیدل چې په څو غرفو کښې په دې موضوع کار شوی دی او بیا هم ټینګار کوم د ماشومانو او د زلمیو لپاره چې هر څومره کولای شی کتابونه برابر کړئ او مونږ د پردیو هیوادونو له کتابونو بې نیازه کړې چې وکولای شو د خپلو هدفونو ،اړخ نیونې او کلتور سره کتابونه خپلو ځوانانو ته ورکړو.
د خبر لمبر: 3487333 خپرونې تاریخ : 2023/05/14
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قرآن د نړیوالو سیالیو دنهائي مرحلې په پایزو دستورو کې د قرآن په ډګر کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د بیرغ اوچتولو ته په اشارې سره ووئيلو قرآني سیالۍ باید په نورو قرآني ډګرونو کې د نوښتوالی او بدلون سرچینه شي.
د خبر لمبر: 3486941 خپرونې تاریخ : 2023/02/23
ایکنا-(تهران)د زړونو د سردار د شهادت له دریمې کلیزې سره په یووخت د مرغومې یا جدې د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ؛شهید سلیمااني په مکتب کې د عزت،امنیت،آزادي؛نومې نړیوال وبینار د قرآن دنړیوال خبری آ ژانس (ایکنا) له خوا د داخلی او بهرنیو شخصیّتونو او متفکرانو په شتون او ویناؤ سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486688 خپرونې تاریخ : 2023/01/02