ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هممهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیتالله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - د یوې نړیوالې اعتبارسنجۍ ادارې شننې ښودلې چې ملایشیا د حکومتي ملاتړ په برکت د نړۍ د حلال صنعت په برخې کې مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492826 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د کابو ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- په غزې تړانګې کې د جګړې له ورانیو سره سره، په خانیونس ښار کې د «نور» قرآني مدرسه هڅه کوي چې د قرآن کریم له لارې د انسان د روحي او معنوي بیا رغونې په موخه، له دوه نیمو کلونو وژنو، بېځایه کېدو، لوږې او محرومیت وروسته، د ژوند نوې هیله راژوندۍ کړي.
د خبر لمبر: 3492824 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - یوسف جعفرزاده او امید حسينينژاد د تحقیق قرائت په څانګه کې، او محمد لائیني او امیرحسین عطازاده به د ټول قرآن د حفظ په څانګه کې د کربلا د قرآن کریم د سیالیو په پنځم پړاو د «کربلا سترې جایزې» په نامې سره په سیالیو کې کې ګډون وکړي. همداراز دوه زلمی قرآني ځوانان او د ایران یو شمېر قرآني استادان د قاضیانو او مېلمنو په توګه دغه پروګرام ته بلل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492823 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- «له بکس یا بکسې پرته حج» په نامې سره طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو حاجیانو او زیارتوالو عملي کېږي. دا کار د دې طرحې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای د کور د مېلمنو له کومې استثنا پرته خدمت وشي، او په دې توګه په نړیواله کچه د خدماتو د معیار یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا لوړوالی تضمین کړي.
د خبر لمبر: 3492819 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې نن سهار د ځانمرګي برید له امله ۳۰ کسان وژل شوي او کابو ۸۰ نور ټپیان شوي دي چې وئيل کیږي، په لسګونو کسان مرګي حاله راپور شوي دي.
د خبر لمبر: 3492818 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا - د پولنډ پلازمېنې وارسا اسلامي فرهنګي مرکز د «د میوزیمونو شپه ۲۰۲۶» په نوم د یوې غونډې کوربه و، چې پکې د بېلابېلو دینونو او کلتورونو ګڼ شمېر لیدونکو پراخ ګډون کړی و.
د خبر لمبر: 3492817 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا -د حسيني سپېڅلې آستان مسئولانو د یوې نوې پروژې خبر ورکړی چې د امام حسن مجتبی (ع) د صحن د کانکریټي جوړښت د بشپړولو دوام پکې شامل دی او «له اربعینه تر اربعین پورې» په نامې سره پیلېږي. ټاکل شوې ده چې دا پروژه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الاول میاشتې له پیله شروع شي.
د خبر لمبر: 3492816 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- ځینې کسان باور لري چې د روسانو د قرآن له ژباړې سره ګروهنه تاریخي ریښه نه لري او یوازې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته رامنځته شوې ده. خو تاریخ ښئي چې مسلمانانو په ټولو پړاؤنو کې د قرآن کریم نقلولو او ژباړې ته پاملرنه کړې او روسي ختیځپوهانو هم د دې سپېڅلي کتاب په ژباړې کې ستره ونډه لرلې ده.
د خبر لمبر: 3492815 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا - پر عامه افکارو سربېره، د اروپائي پارلمان یو شمېر غړو هم د صهیونیسټي رژیم او د دغه رژیم د ځینو چارواکو پر ضد د اروپائي ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492814 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان کړی چې له اسرائیلي ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات وکړي.
د خبر لمبر: 3492813 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرلهپسې کال لپاره د حج له فریضې بېبرخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخالقراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- په داسې حال کې چې د تیر کال په نسبت په ۱۴۰۴ کال کې د قرآن د حافظانو شمېر ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوملیکنه هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3492807 خپرونې تاریخ : 2026/05/23