ایکنا- د قرآن کریم د شپږویشتمې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492570 خپرونې تاریخ : 2026/03/16
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي په دې خبرې په ټينګار سره دې ځل جنګ باید هغه مهال پاي ته ورسیږي، چې د مونږ دښمنان بیا هیڅکله هم د تیریو او حملو د تکراریدا په فکر کې نشي،ووئيل؛زه فکر کوم همدا اوس ئې هم ښه درس اخستی او پوهه شوي دي چې له یوه داسې ملت سره ښکیل شوي چې له ځانه په دفاع کې هیڅ شک او ځنډ نه کوي او تیار دي جنګ تر یوې نتیجې پورې ورسوي.
د خبر لمبر: 3492569 خپرونې تاریخ : 2026/03/16
ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا په محکومولو سره ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.
د خبر لمبر: 3492567 خپرونې تاریخ : 2026/03/15
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د ترټولووروستۍ جمعې په رارسیدا سره د قدس د نړیوالې ورځې دمیلیوني او ولولناک لاریون دستورې په تهران اودرست هیواد کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492565 خپرونې تاریخ : 2026/03/14
ایکنا – د تزکیې او تعلیم د محصیلینو مدرسې له خوا د زده کونکو د قرآڼ فهم ځانګړي کلاسونه ،دې ځل په آنلاین بڼه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492564 خپرونې تاریخ : 2026/03/14
ایکنا- د قرآن کریم د څلورویشتمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492560 خپرونې تاریخ : 2026/03/14
ایکنا - نن د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستئ ورځې د قدس د نړیوال لاریون ولوله او پرتم په داسې حال کې په درست ایران کې پيل شوې چې دایران شجاع ملت د حضرت امام خامنه اي شهید په غم کې ویرجن دی، خو پخپل ولولناک او انګیزه لرونکي شتون ئې د نړیوالو غوږونو ته د د خپل شهید راهبر او اسلامی انقلاب له آرمانونو سره د میثاق د نوي کولو او مقاومت پیغام ورساوه.
د خبر لمبر: 3492558 خپرونې تاریخ : 2026/03/13
ایکنا – د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې د ایران په کلتوری خونې کې د حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي دشهادت په مناسبت د ؛قرآن او امت شهید؛ په عنوان سره د قرآڼ د قرائت د سیالیو پنځم پړاؤ ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492557 خپرونې تاریخ : 2026/03/12
په څه دپاسه ۷ زره لاسلیکونو سره!
ایکنا- د قرآنی فعالانو له خوا په څه دپاسه اوه زره لاسلیکونو سره د اسلامی انقلاب له معظم لارښود آیت الله سیدمجبتی حسینی خامنه اي سره دبیعت اعلامیه خپره شوه.
د خبر لمبر: 3492555 خپرونې تاریخ : 2026/03/12
په قرآن کې له صهونزم سره د جنګ تحلیل/ 3
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کې د مذاکراتو او جنګ دوې لارې وې اوعامو خلکو خبرواترو ته ترجیح ورکوله او خو د هیواد برخلیک ولې په جنګ سره ستاینه اوقدرونه وشوه؟
د خبر لمبر: 3492554 خپرونې تاریخ : 2026/03/12
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان له لومړيوزیر سره په ټيلیفوني تماس کې پر عمومي تاسیساتو د یرغلونو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له حریم او خاورې څخه د تیریګرو ناوړې استفادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ هغه پوځي مرکزونه او اډې چې د مونږ پر ټاټوبي وورڅخه تیریګر او وحشی اواستکبار حملې کوي، د مونږ ددفاع د حق په چوکاټ کې په نښه کیږي او دا یو دفاعي حق دی او ترڅو چې دغه استعمار او تیریګر رژيمونه پښمانه نه وي شوي ،دغه حملې او له دفاعي حقه استفاده به دوام وموي.
د خبر لمبر: 3492553 خپرونې تاریخ : 2026/03/11
ایکنا – د پاکستان د اهل سنت لوي عالم د ترهه ګرې امریکا اووحشی اسرائيلو د پوځي تیریو له یولسمې ورځې سره سره دایران د اسلامی جمهوریت د میداني برلاسي په ستایلو سره ووئيل،تیریګر د بریالیتوب خوبونه وینی،خو ایران د امریکا او اسرائيلو د پوځي مرکزونو او نورو مرکزونو باؤؤ له مینځه وړلی او له دوي تیریګرو ئې لاره ورکه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492552 خپرونې تاریخ : 2026/03/11
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې په نړیوالو ټولنو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغلیزو اقداماتو پر محکومیت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492551 خپرونې تاریخ : 2026/03/11
ایکنا – د رمضان دجنګ په اوج کې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو د قرباني شوو اتلو قوماندانانو او د نورو شهیدانو د جنازو دستورې نن یوه نیمې بجې د تهران په میدان انقلاب کې په پرتم سره پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492550 خپرونې تاریخ : 2026/03/11
ایکنا- نن ماسپښین د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د ماډرن مخه نیونکي توغندوي سسټم په وسیله د تهران په شاوخوا کې د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم یو هرون TP ډوله ماډرن ډرون مخه ونیول او نسکور شو.
د خبر لمبر: 3492547 خپرونې تاریخ : 2026/03/10
انا لله و انا الیه راجعون
ایکنا- د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د ایران د ستر ملت او د اسلامي امت مخکښ، او د مسلمانانو ولی ا مر حضرت امام خامنهاي لوړ روح د روژې په مبارکې میاشت کې د شهادت د خوږ شربت په څښلو سره لوړ آسماني مقام ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3492524 خپرونې تاریخ : 2026/03/01
ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.
د خبر لمبر: 3492509 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې د مهمې او خطرناکې فتنې د ناکامولو او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدانو کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې مه پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462 خپرونې تاریخ : 2026/02/17