وحشی اسراییل - پاڼه 5

IQNA

بچوې
ایکنا- د فتح سورې  ډله‌ییزه تلاوت د «محمد رسول‌الله (ص)» د همغږۍ اومداحئ ډلې په اجرا سره، د یوه قرآني، حماسي او هیله‌بخښونکي اثر په توګه د قرآن په فرهنګسرای کې تولید او خپور شو.
د خبر لمبر: 3492718   خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا- د ایران د پارلیمان یا اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛دا ډول سپارښتنې بې‌معنا دي چې د امریکا حکومت یې له داسې کسانو لکه سکاټ بسنت (د امریکا له مالیې وزیر) څخه ترلاسه کوي، چې همدارنګه د محاصرې موضوع هم تبلیغ کوي او د تیلو بیه یې تر ۱۲۰ ډالرو پورې رسولې ده. د تیلو د بیې بل پړاو به ۱۴۰ ډالر وي.
د خبر لمبر: 3492714   خپرونې تاریخ : 2026/05/02

د کارګر او معلم د ورځې په مناسبت پیغام!
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آ یت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د کارګر او معلم د ورځو په مناسبت پخپل پیغام کې روښانه کړې ده، هغه سمبولیک او زباني ستاینې او قدرونې ورتیر چې پخپل وار یو سم او په ځاي کار دی ، د هر هیواد پرمختګ د علم او عمل د دوو ورزرو پامته داره دی.
د خبر لمبر: 3492713   خپرونې تاریخ : 2026/05/02

ایکنا-  د لبنان یوه مخکښ قاری حاج حسین حمدان، په یولړ څرګندونو کې وویل چې قرآن «ملعون قاریان» هم لري، او  د «مشاري العفاسي» افکار او باورونه یوازې پر هغو کسانو اغېزې کوي چې د ده په شان خپل دین د دنیا د مال لپاره پلوري، او د هغه  له خبرو یوازې ظالم  او فاسدو واکمنان    خوند  اخلی ور څخه خوشالیږي.
د خبر لمبر: 3492712   خپرونې تاریخ : 2026/05/02

ایکنا-  د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت په پیغام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فارس خلیج ځلانده راتلونکی به له امریکا پرته یو راتلونکی او  د  د هغه د ملتونو  د آرامښت او هوساینې  او پرمختګ په خدمت کې وي وفرمائيل؛  د ایران اسلامی جمهریت  د هرمز تنګي باندې  د مدیریَت د  اعمالولو  د نعمت په عملی شکر سره ، دفارس خلیج سیمه کراره او باثباته کړي او له دغې اوبلارې به د  سپير دښمن  دناوړو استفادو ټغر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3492711   خپرونې تاریخ : 2026/05/01

ایکنا-  د پاکستان یو شمیر څیړاندو او سیاسی شخصیّتونو د امریکا  د یواړخیز پال کړچار په محکومولو   او  د سیمې پر ملتونو  د هغوی د جنګ غواړو پایلو په محکومولو سره ،  له تل پاتې سولې اوثبات سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د چورلیزي رول قدرونه او ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492709   خپرونې تاریخ : 2026/04/28

د عراق د قرآن دعلومو ملی مرکز مشر!
ایکنا- د عراق د قرآني علومو د ملی مرکز مشر رافع العامري د ایران په ضد  د کویت د یوه لوي جومات د امام او مشهور ظاهری قاری  د جنجالی  اقدام په غبرګون کې ووئيل؛ د مشاری العفاسی له خوا په ایران د امریکا له حملې  د ملاتړ لپاره د قرآن تحریفول   له هغې فضا  اوافراطي اعتقاداتو سرچینې  اخستې چې  په هغو کې روزل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492708   خپرونې تاریخ : 2026/04/28

عراقی قاری!
ایکنا- د عراق یوه نړیوال قاری اسامه کربلایی ټينګار کړی چې  د ایرا د اسلامی جمهوریت په ضد  د امریکایی صهیونیسټي د تیریو په توجیه کې د کویت  د یوه قاری مشاری راشد العفاسی  دریځ  چې  د قرآن شریف له آیتونو څخه  په آوزاري استفادې سره ترسره شوی، د الهی تعلیماتو له جوهرې سره په تضاد کې دی.
د خبر لمبر: 3492704   خپرونې تاریخ : 2026/04/27

ایکنا- د پاکستان په کویټه کې د ایران د کلتوري خونې مسئول سیدابوالحسن میری  د علامه اقبال (لاهوري) د درنښت په مناسبت  په یوې علمي ناستې کې  چې  د پاکستان د کویټه  په الحمد اسلامی پوهنتون کې ترسرهشوه،  د علامه اقبال  دتمدني آرمانونو  په عملی  کولو کې د شهید امام خامنه اي د سټراټژيک رول بیان کړ.
د خبر لمبر: 3492703   خپرونې تاریخ : 2026/04/26

حجت‌الاسلام سید عبدالفتاح نواب !
ایکنا-  د ایرانیو حاجیانو سرپرست ، د ۱۴۰۵  کال حج  ته د لیږدونکو حاجیانو د لومړنئ ډلې  د بدرګې په دستورو کې روښانه کړې ده ، ایراني حاجیان به د وحي په ټاټوبي کې د اسلامی امت او د ایران د اسلامی جمهوریت  د پروګرامونو پر مخ بیونکي او بیرغوال وي.
د خبر لمبر: 3492702   خپرونې تاریخ : 2026/04/26

ایکنا-  د مصر د ریډیواوټيلیویژن غوره موسیقي پوه اومداح او د قرآن د سیالیو نړیوال قاضي محمد علی جین وئيلي دي، چې د کویت د یوه منحرف قاری ددینی اوکلتوری یرغلونو ته دځواب لپاره ئې په قرآنی محتوا سره یو هنري اثر (البم) برابر کړی چې ډير زر به ئې وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3492701   خپرونې تاریخ : 2026/04/26

ایکنا-  د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر په طبس دښتې کې د امریکا د تاریخی  ناکامئ د کلیزې یعني  د غوائ د میاشتې  د پنځمې نیټې په مناسبت په یوه پیغام کې ولیل؛ هیله مند یم ، تاریخی ناکامئ  د نړئ د  مستکبرانو لپاره د  عبرت درس شي.
د خبر لمبر: 3492700   خپرونې تاریخ : 2026/04/25

ایکنا- د خاتم الانبیاء(ص) مرکزی غونډ په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، که د امریکا تیریګر پوځ په سیمې کې سمندری کلبندۍ، سمندری غلا او شوکو ته دوام ورکړي، نو ډاډ دې ولری چې د ایران د اسلامی جمهوریت دقدرتمند وسلوالو ځواکونو له سخت عکس العمل سره به مخ شي.
د خبر لمبر: 3492698   خپرونې تاریخ : 2026/04/25

ایکنا- د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر  د مستکبرانو په ضد دچغې د پورته کولو د  ورځې په مناسبت په یولړ  څرګندونو کې ووئيل؛د اسلامی امت په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم تیري تر پراخو سیو  رسیدلي دي او  د مینځني ختیځ  د بدلون   له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په څير  د پلمو په شان عنوانونه دوکه او جوړشوي پلانونه دي.
د خبر لمبر: 3492696   خپرونې تاریخ : 2026/04/23

ایکنا-  د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومی  قوماندان د سپاه پاسداران د تاسیس د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي چې د پوځ او سپاه یووالی د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره سټراتیژیکه پانګه ده.
د خبر لمبر: 3492693   خپرونې تاریخ : 2026/04/22

ایکنا-  د خاتم الانبیا(ص) مرکزي قرارګاه یا غونډ قومندان امریکائي –صهیونیسټي دښمن ته خبرداری ورکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به د هر  یوه لوظ ماتونې پریکنده او جوت ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3492689   خپرونې تاریخ : 2026/04/21

ایکنا – د انګلستان د مسلمانې ټولنې پراخ غبرګون د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت مجبوره کړ چې دغه هیواد ته د یو صهیونیسټي او اسلام دښمنې امریکائي سیاسی فعالې د واریدیدا مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3492688   خپرونې تاریخ : 2026/04/21

ایکنا- ګارډین ورځپاڼې  په یوې مقالې کې  ایران د نړئ د ټولنیزو چینلونو په ډګر کې له امریکائي حکومت سره د روایت  جوړړونې  د جنګ ګټونکی وباله.
د خبر لمبر: 3492687   خپرونې تاریخ : 2026/04/21

ایکنا –  د پاکستان د جمعیت علمای اسلام  ف څانګې مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د ډیپلوماتیکو اصولو په خلاف  ورزي کونکو کړنو سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492686   خپرونې تاریخ : 2026/04/20

ایکنا- د پاکستان د پوځ په دغې اعلامیې کې د ایران  اسلامی جمهوریت ته د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان او د دفاعي ځواکونو د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر  ددرې ورځني سفر د پاي په اعلانیدا سره  ټينګار شوی دی چې دغه سفر ، د مینځني ختیځ  د بحران  د سوله ایز حل لپاره د آسانتیاؤ او په سیمې کې د سولې، ثبات او هوساینې  د لوړتیا لپاره  د پاکستان  دکلک هوډ او ارادې ښودنه ده.
د خبر لمبر: 3492679   خپرونې تاریخ : 2026/04/18