شهید

IQNA

بچوې
ایکنا -   د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د ایران د شهید رهبر د یادغونډه
ایکنا-د شهید رهبر امام خامنه اي مشر زوی، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌ای د مننې پیغام د ایران او عراق خلکو ته ورساوه او د شهید رهبر د جنازې او یادغونډو په مراسمو کې د ایران او عراق د خلکو میلیوني ګډون ئې «یو ستر، بې‌ساری او تاریخي پاڅون» وباله.
د خبر لمبر: 3493034   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو  په تهران کې  له قرآن سره د  انس محفل چې  د شهید رهبرامام خامنه اي  په درنښت کې ئې  د  هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ  د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

سردار حسن‌زاده !
ایکنا - د شهید رهبر د  الوداع د جنازې دستورې اود  تدفین د مراسمو د قرارګاه قوماندان وویل: د هوا د سختې ګرمۍ له امله به د شهید رهبر پر  پاک مړي د جنازې لمونځ د چنګاښد میاشتې  د ۱۴  نېټې په سهار د تهران په مصلی کې ادا شي، چې د دغو دستورو نور جزئیات به وروسته اعلان شي. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د شهید رهبر د جنازې دستورې د دوشنبې ورځې، د چنګاښ تر ۱۵  نېټې پورې د ماښام تر وخته پورې پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492966   خپرونې تاریخ : 2026/06/29

ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان  له لوري په کربلا کې  د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست  جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا - د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري د «مجاهد او شهید رهبر» د  جنازې  او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو  پلانونو د چمتووالی  خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ولایت د میلیونونو زائرانو د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبر لمبر: 3492908   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا- د اسلامي انقلاب  معظم لارښود  د خدمت د شهید او د ایران د  اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر آیت الله ابراهیم ریسي  د شهادت د کلیزې په مناسبت  په خپل پیغام کې ویلي:  مونږ د ایران د ملت د هغو حماسه‌جوړونو په وړاندې ولاړ یو چې د نړۍ د دوو ترهه ګرو پوځونو پر ضد ئې په بې‌ساری تاریخي مقاومت کې ترسره کړي دي. دغه حالت د اسلامي جمهوریت له مسئولانو ، رهبرۍ او د قواوو له مشرانو رانیولې د مدیرانو تر ټولو  سوَیو پورې ـ  د دندو بار تر پخوا لا ډېر دروندَوي.
د خبر لمبر: 3492806   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهوریت  له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر  حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا-  د «سلول ۱۴» کتاب چې د پهلوي د واکمنۍ په وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌يي د تبعید او زندان د دورې خاطرې پکې راغلې، په روسي ژبه خپور شو.
د خبر لمبر: 3492742   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د پاکستان په کویټه کې د ایران د کلتوري خونې مسئول سیدابوالحسن میری  د علامه اقبال (لاهوري) د درنښت په مناسبت  په یوې علمي ناستې کې  چې  د پاکستان د کویټه  په الحمد اسلامی پوهنتون کې ترسرهشوه،  د علامه اقبال  دتمدني آرمانونو  په عملی  کولو کې د شهید امام خامنه اي د سټراټژيک رول بیان کړ.
د خبر لمبر: 3492703   خپرونې تاریخ : 2026/04/26

نوی لمریز کال؛د اسلامی انقلاب د سترلارښود نوروزي پیغام
ایکنا -  داسلامی  انقلاب سترلارښود د ۱۴۰۵لمریز کال د پیلیدا په  په مناسبت  په نوروزي پیغا کې ووئيل؛ د لوي شهید رهبر  په یاد سره  د سږکال   د ملی وحدت او ملی امنیت په سیوري کې  مقاومتي اقتصاد اعلانوم.
د خبر لمبر: 3492586   خپرونې تاریخ : 2026/03/21

ایکنا- د قرآن کریم د نهویشتمې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492584   خپرونې تاریخ : 2026/03/19

ایکنا- نن ماسپښین د ایران د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د ماډرن مخه نیونکي توغندوي سسټم په وسیله  د تهران په شاوخوا کې د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم  یو هرون TP ډوله ماډرن ډرون مخه ونیول او نسکور شو.
د خبر لمبر: 3492547   خپرونې تاریخ : 2026/03/10

ایکنا – د ایران  د ځوانانو قاریانو  د مجمع په قرآنی محفل کې د شهید محمدمهدي طهرانچي دشتون   انځورونه خپره شول. 
د خبر لمبر: 3491278   خپرونې تاریخ : 2025/06/16

د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر  شهیدابراهیم  رئیسي او د خدمت  د نورو  شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو  په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې  خلکو او د ملت عزت او اعتبار  ته خدمت وکړ او دا  لاره او روده  زموږ  د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148   خپرونې تاریخ : 2025/05/20

ایکنا د وخت خداي بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي باور درلود چې هر څه یې په واک کې دي، د خدای د بنده‌ګانو د خدمت لپاره دي او په دې لاره کې ئې خپل ټول امکانات د اسلامي او ولایي منهج پر بنسټ د مظلومانو او مستضعفانو د مرستې لپاره وکارول. 
د خبر لمبر: 3491144   خپرونې تاریخ : 2025/05/20

ایکنا -   د  پاکستان  پوځي چارواکي وائي، د تېرې شپې د هند په برید کې د دغه  هیواد دوه جوماتونه په نښه شوي دي.
د خبر لمبر: 3491084   خپرونې تاریخ : 2025/05/08

ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې  په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند  ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931   خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا- د لبنان د بیروت ؛کمیل شمعون؛ سپورټي کمپلیکس د مقاومتی چورلیز د لوړپوړو مشرانو شهید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د پاکو جنازو په دستورو کې د ګډون لپاره  د مقاومت له مینه والو له هماغه سهار وختی راهسې ډک ؤ او له درست لبنان او د نړۍ له ګوټ ګوټه  دمقاومت مینه والو  ځانونه بیروت ته رسولي وو.
د خبر لمبر: 3490699   خپرونې تاریخ : 2025/02/25