قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د tarafsizhaber ویب پاڼه نه په نقل، د پاکستان د بهرنې چارو وزیر په خپله بیانیه کې د طالبانو ډلې له اړخه ځانمرګې حمله چې د پېښور په جومات کښې شوی وه او ۲۲ کسانو شهادت او د ۵۰ نه زیات کسان په کې ژوبل شوی په سختې سره محکوم کړه.
دا بیانیه څه دارنګه وه:
د پاکستان حکومت، دا حملې چې د هیواد امنیت او ثبات یی خراب کړی، محکوم کوی او دې د انسانښت نه وتلې دردمنې پېښې محکوم کولو سره حکومت او ولس سولې او ورور ولی ته را بللو، زمونږ خواخوږی او پیوستون ولس سره دی.
حکومت په آخره کې د دې ترهګری پېښه کښې شهید شوو کورنۍ ته خواشینی څرګنده وې او په دې پېښه کښې ژوبل شوو لپاره د زر درمل دعا کوی او د شهیدانو کورنو ته د صبر او د ثواب هیله لری.