قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آیسسکو ویب پاڼه نه په نقل، د غونډه به د اسلامی کلتور، پوهنې او روزنې سازمان(آیسسکو)، د اسلامی نړۍ پوهنتونو اتحادیه، د پاکستان د اطلاعاتو ټیکنالوجی مرکز(CIIT)، د پاکستان علمونو او ټیکنالوجی وزارت، فنی روزنو سازمان، او د لوړو زده کړو کمیته په مرسته پیل کېږی.
په دې غونډه کښې به د اسلامی نړۍ پوهنتونو ۳۰۰ مشران او د اسلامی مرسته سازمان غړی هیوادونو د لوړو زدکړو موسساتو مشران او د روزنو په څانګه کښې ځانګړیتیا لرونکې کسان ګډون کوی.
د دې غوندې پیل کولو هدف د اسلامی نړۍ پوهنتونو ترمنځه مرسته او اړیکې محکم کول او د دې پوهنتونو خپلو خپلو هیوادونو ټولنیز او اقتصاد کښې ونډه محکم کول اعلان شوی.
هم دارنګه د ټولنیزه روابط او د لوړ زدکړې لپاره د ټینګ او ثابت سیسټم او د اطلاعاتو تبادله او مرستې محکم کول او نوې او اټکله نظریې ترلاسه کول او اقتصادی سطح اوچته کولو کښې د لوړو زدکړو ونډه ښودنه او د ښځو ونډه په لوړو زدکړو کښې د دې غونډی اصلی محورونه ټاکلې شوی.
ویلې شوی چې امینه الحجری، د اسلامی کلتور، پوهنو او روزنو سازمان مرستیاله به په دې غونډه کښې د آیسسکو غړی وی.
http://iqna.ir/fa/News/2879182