IQNA

تر ۲۰۱۹ کال پورې د اندونیزیا د ۵ ملیون سیلانیان مسلمانانو جذب کولو کوښښ

13:59 - March 31, 2016
د خبر لمبر: 3479943
نړیواله ډله: د اندونیزیا حکومت کوښښ کوې چې تر ۲۰۱۹ کال پورې ۵ ملیونه سیلانیان مسلمانان له منځني ختیځ او د نړۍ له مختلفو سیمو نه جذب کړی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «جاکارتا پست» خبرونو نه په نقل، د اندونیزیا سیلانی وزیر عارف یحیی په دې اړه وویل: اندونیزیا هیواد اوس ستر سیلانی هیواد او د اسلامی همکاري سازمان (OIC)سیلانی هیوادونو غړي ګڼلې کېږي، او دا هیواد د زیات سیلانیانو جذب کولو لپاره حلال سیلانی سیمې زیاته وې.

هغه زیاته کړه: حکومت هوټلو کې د سیلانیانو د حلال سیلانی او خوراک څيزونو لپاره لاسلیک صادر کوې چې دې هیواد ته د مسلمانانو سیلانی سفر کولو نه پس د راحتي احساس کوي.

حلال سیلاني د سیلانۍ یو مفهوم دې چې سیلانیانو ته د اسلامی قوانینو او مقرراتو په مطابق خدمات وړاندې کوې چې په کې شراب نه علاوه نور مشروبات، د لامبه بیل ځای او دارنګه نور خدمات وړاندې کېږي.

د اسلامی سیلانی نړیواله سازمان (GMTI) مطالعاتو په نتیجه کې، اندونیزیا سیلانۍ کې څلورم مقام تر لاسه کولو لپاره په ۲۰۱۶ کال کې دوه مرحلې پورته راغلې وو.

GMTI په ۱۳۰ سیلانی ځایونو باندې څارنې کوې چې په کې د معیارونو په کچه خدمات وړاندې کوې، همدارنګه موندنې بازار د سیلانی ځایونه کې لوړ پوړی شوي، دې کې هر یو ځای په ټاکلو نمبرو سره ارزښت یی ټاکلې کېږي.

اندونیزیا 6/70 نمبری لري، او ترتیب سره د مالیزیا او ترکی نمبری 9/81 او 9/73 دی.

همدارنګه دا څېړنې په ګوته کوې چې اسلامی سیلانی بازار له هغه برخو نه یو دې چې نړۍ سیلانی صنعت کې ډېر زر پرمختګ کوې او مسلمانان سیلانیان هغه سیلانی ځایونه زیات خوښه وې چې د هغې د ضرورتونو په مطابق وې.

تېر کال تقریباْ ۱۱۷ ملیونه سیلانی مسلمانانو شتون لرلو چې د نړۍ سیلانیانو نه ۱۰ په سلو کې شمېرلې کېږي، څېړنې وایئ چې دا شمېر به تر ۲۰۲۰ پورې تر ۱۶۸ ملیون کسانو پورې پرمختګ لري، یعنې سیل لګښتونه چې د سیلانی مسلمانانو نه د تمی وړ لري تر ۲۰۰ بیلین ډالر رسېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3484768


captcha