IQNA

لندن کې د مسلمانانو ښځو د ترهګرو په خلاف انسانی زنجیر

16:42 - March 28, 2017
د خبر لمبر: 3480446
نړیواله ډله: د مسلمانانو ښځو یو ټولې په لندن کې د ترهګرو اخیرنۍ حمله محکوم کولو لپاره د وست مینستر پل باندې غونډه وکړه او په دغه ښار کې یی د ترهګرو خلاف انسانی زنجیر جوړ کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د posta.cam خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، لندن کې په اخیرنۍ ورځو کې د ترهګرۍ حمله د انګلیس د ورځپاڼو او د نورو مطبوعاتو لومړۍ خبر ګرځېدلې چې له ډېرو نیوکو سره مخامخ دي.

پرون ۶ فروردین باندې د مسلمانانو ښځو یوې ډلې د دغه پېښي د مړو کورنۍ سره یووالی او خواښوږې څرګندولو لپاره د وست مینستر پل باندې غونډه پيل کړه.

هغې د ترهګرو خلاف، لندن کې د ترهګرو حملې او دا پېښه د انسانی زنجیر جوړولو سره محکوم کړه او دا دارنګه اقداماتو نه یی بیزاري وښودله.

په دې غونډه کې ګدون کوونکو «اسلام له تاوتریخوالی سره مخالف دی» او «دې حمله کې مونږ ټول یی هدف وګرځولو» شعارونو سره د مړو کسانو کورنۍ او ټپیانو سره د یووالې او خواخوږې څرګنده کړو.

یادښوتنه: د انګلیس د پارلیمان په سنګ کې د ترهګرو په یو برید کې چې په دویم فروردین چهارشنبه په ورځ پيل شو ۴ تنه مړه او ۲۰ کسان ټپیان شوی وو.

http://iqna.ir/fa/news/3585823
captcha