IQNA

میانمار د ملګرو ملتونو سازمان د مسلمانانو خلاف پېښي غټې ښکاره کولو باندې تورن کړو

15:46 - August 09, 2017
د خبر لمبر: 3480622
نړیواله ډله: د میانمار حکومت خپل نوې راپور کې د روهینګیا مسلمانانو په اړه د بشري حقوقو سرغړونو تورونه رد کړې او ملګرې ملتونو سازمان یی د مسلمانانو خلاف پېښي غټې ښکاره کولو باندې تورن کړي.
میانمار د ملګرو ملتونو سازمان د مسلمانانو خلاف پېښي غټې ښکاره کولو باندې تورن کړو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د First Post ورځپاڼې نه په نقل، د میانمار حکومت اعلان کړې چې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو سره تېر کال زور زیاتې پېښو کې د یو قوم تصفیه او د بشریت خلاف د جنایت تورن څېړنې په ګوته کوې چې دارنګه جنایات نه دې ترسره شوي.

تېر کال د روهینګیا مسلمانانو سره د میانمار د ځواکونو زور او ظلم تر دې حده زیات وو چې په لسګونو زرګونو خلک سره د دې چې د راروانو حالاتو ناخبر وو بنګلادېش ته یی سفر وکړو او هم له دې سببه د ملګرې ملتونو سازمان د بشریت خلاف د دې جنایاتو څېړنو په عمل کې وارد شو.

د ملګری ملتونو سازمان د دې په اړه یو راپور خپور کړو او په هغې کې یی د یو قوم تصفیه او د بشریت خلاف اقداماتو خبر ورکړي وو.

دې نړیواله سازمان همدارنګه هڅه وکړه چې یو کمېټې د حقیقت څرګندولو لپاره میانمار ته لاړه شې او څېړنې وکړي چې د میانمار حکومت له دغې مخنیوې وکړو او دا کار ترسره نشو او اعلان یی وکړو چې پخپله به په دې اړه په مستقل توګه کار وکړي.

د میانمار د څېړنې کمېټې د میانمار د پوځي استخباراتو پخواني مشر او د ولسمشر موجوده مرستیال شامل وو او په دې اړه یی چې کوم راپور وړاندې کړې وو په هغې کې د هغه ټولو تورونو، د کورونو سوځولو چې انځورونه یی په سپوږمیزه چینلو کې هم څرګنده شوې وو، د روهینګیا ښځو سره زیاتي او په کلیوالو باندې ډزی باندې منکر شو.

سوه وویل: ځنې دا خبرونو له بهر جوړ شوې، خو ولی هیڅ سند په دې اړه تر اوسه نه لري.

میانمار همدارنګه په دې راپور کې د ملګرې ملتونو سازمان دغه پېښې غټې ښاره کولو باندې تورن کړو.

د بشري حقوقو ډېرو ډلو د دغه راپور په حقله خبردارې ورکړې او اعلان یی کړې دې چې په دغه څېړنو ډله کې د بې طرفه کارپوهانو نشتوالی، له کبله د څېړنو طریقې او د نتایج یی بې طرفه را تلل څرګنده خبره ده.

captcha