IQNA

د روهینګیا لپاره د ملګرې ملتونو سازمان عالي کمشنر خبردارې

23:27 - February 06, 2018
د خبر لمبر: 3481027
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان عالي کمشنر، زید رعد الحسین چې اندونیزیا ته تلې دی یو ځلې بیا دا احتمال ورکړي چې د هغوي د تاوتریخوالی یو کمپاین په نتیجه کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د قومي پاکوالی او نسل وژنې پېښې ترسره کېږي دهغې خلاف خبرې وکړې او د دغه قومي او دینی اقلیت په خلاف تاوتریخوالی ته ادامه ورکولو په اړه یی خبردارې ورکړه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Bangkok Post خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان عالي کمشنر خبردارې ورکړې چې د میانمار له اړخه د روهینګیا مسلمانانو خلاف ظلم او بحران ته ادامه ورکول به د آسیا په شرقي جنوب سیمه کښې سخت بحران جوړ کړي.
د ملګرې ملتونو سازمان عالي کمشنر زید رعد الحسین د اندونیزیا د بهرنې چارو په وزارت کښې د بشر حقوقو په کانفرانس کښې دې مطلب ته اشارې سره وویل: د روهینګیا بحران، د دغه سیمې په امنیت ډېر اثر لرونکې دي.
هغه تاکید وکړو: نن د بشري حقوقو نه سرغړونه د جنګ لاره هوارول او د سبا جګړه ده.
زید زیاته کړه: د میانمار په راخین ولایت کښې د اګست له میاشتې چې کوم تاوتریخوالی شورو شوی او د بحران جوړېدو سبب ګرځېدلې، د روهنیګیا مسلمانان خلاف د تاوتریخوالی او د لسیزو تبعیض اخیرنۍ نقطه وه.
د بودایی هیواد میانمار حکومت له هر قسمه تاوتریخوالی نه انکار کوي او تاکید لري چې د روهینګیا مسلمانان غیر قانونی کډوال دي.
http://iqna.ir/fa/news/3688668
captcha