د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، آيت ا... آملي لاريجاني نن په تهران کښې د ايران د لوړ رتبه چاراکو په غونډه کښې د امريکې له جنايتونو سره د مقابلې په ضرورت باندې په تاکيد سره واضحه کړه، د امريکايانو خبيثه څېره په ډاګه کول د ټولو مسلمانانو فريضه ده او اسلامي هېوادونه پکار نه دي د بشري حقوقو له مدعي جنايتکارو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
آملي لاريجاني د دې په بيانولو سره چې په امريکه کښې له والدينو څخه د دوه نيم زره مهاجرو ماشومانو جدا کول له هيڅ يو انساني او بشري حقوقو له معيار سره سمون نه خوري. مهاجرين حتی که مجرمان هم وي نو بيا هم له والدينو څخه د ماشومانو جدا کول څه توجيه نه لري او دا هر څه د امريکې د بشري حقوقو د خصوصيتونو ځينې برخې دي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74280