IQNA

ایران د اسراييلو حکومت په هیڅ ډول د امریکا د جرایمو له شراکت څخه نه شي ایستلی

23:12 - January 08, 2020
د خبر لمبر: 3482661
نړیواله ډله: د ایران سپاه پاسدارانو په عراق کې د امریکایانو پر عین الاسد نظامي اډه له توغندیزو بریدونو وروسته خبرداری ورکړی که امریکا له دې وروسته د تاوتریخوالي لپاره یو ګام هم واخیست، ډېر دردوونکی ځواب به وویني.

د ایکنا د راپور له مخې، سپاه پاسدارانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی فضايي ځواک د سلیماني په نوم بریالیو عملیاتو کې څو درجنه توغندي د عین الاسد پر نظامي اډه توغولي دي.
سپاه پاسدارانو د امریکا پر متحدینو هم غږ کړی چې هر څوک امریکا ته اډې ورکوي او امریکا د هر چا خاوره د دوی پر ضد استعمال کړه، ایران به یې پر ضد خونړي اقدامات وکړي.
سپاه پاسداران همدا راز وايي، ایران د اسراييلو حکومت په هیڅ ډول د امریکا د جرایمو له شراکت څخه نه شي ایستلی او دغه هیواد به هم په نښه کړي: (( موږ امریکا ته خبرداری ورکوو چې د لا زیات تاوان څخه د بچ کېدو لپاره دې له سیمې خپل پوځیان وباسي، تر څو د خپلو سرتېرو ژوند تر دې زیات د مرګ له ګواښ سره مخ نه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ایران تېره شپه دوه بجې په عراق کې د امریکایانو دوه نظامي اډې په لسګونه توغندیو وویشتې چې امریکا یې د تلفاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتن هافمین تاییدوي چې په الاسد او اربیل نظامي اډو یې بریدونه شوي دی خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا هر څه سم یاد کړي دي.

captcha