IQNA

ټول هېوادونه دې د امريکې له بنديزونو انکار وکړي

10:27 - March 26, 2020
د خبر لمبر: 3482942
تهران(ایکنا) - په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي له ټولو هېوادونو وغوښتل د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته د امريکې د بې پامۍ په صورت کښې دې د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.

مجيد تخت روانچي په خپل يو ټوئيټ کښې اوليکلي: د نړۍ زياترو چارواکي او مشران د ايران په خلاف د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ له ختمېدو څخه دفاع کوي.
هغه واضحه کړه، زياترو حکومتونه او د امريکې په شمول د پارلېمانونو غړي، د ملګرو ملتو او اولسي ادارو چارواکي ټول امريکه د ايران په خلاف بنديزونوو ختمولو ته رابولي.
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير تاکيد وکړ، که امريکه په ايران باندې د بنديزونو ختمولو لپاره نړيوالې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي نو ټول پکار دي د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.
د يادونې ده چې د امريکې يو اړخيزو او غېر انساني بنديزونو چې بنيادي څيزونه حتی درمل او روغتيائي سامانونه پکښې شامليږي په ايران کښې د کورونا مرګونو وائرسو د کنټرولولو لپاره کوششونه او د ايران خلق په تېره بيا د کورونا بيماران له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.
خو د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جُمعې په ورځ وويل چې د ايران په خلاف د بنديزونو له ختمولو سره مخالف دے.

captcha