ایکناخبری آژانس دایرنا له قوله راپور راکړ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالډډرمانین ادعا کړېده ،په دغه هیواد کې له افراط پالنې سره د مقابلې په پلمه ۲۱جوماتونه تړل شوي او د شپږ و نورو په باب ارزونې دوام لري .
داپه داسې حال کې دي چې په فرانسې کې په حکومتي سویه ،له اسلام سره دمقابلې اقدامات په وروستیو میاشتو کې ډیر زیات شوي دي .
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په همداروستیو کې له ډيپلوماټيک عرف او د ډيموکراسۍ له اصولو لیرې په یولړ څرګندونو کې وئیلی وو ،فرانسه به هماغه راز د اسلام دپيغمبر په ضد د سپکو کارټونونو خپرولو ته دوام ورکړي . چې دغو څرګندونو ، په درستې نړۍ کې د اسلامی شخصیّتونو ،ټولنو او د مسلمانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي .
د فرانسې مسلمانانو تر دې دمه په کرتو په دغه هیواد کې پر جوماتونو اواسلامی مرکزونو باندې دحلو او د اسلام په ضد داقداماتو په زیاتیدا سره ددغو مرکزونو په ساتنې کې دامنیتی تدبیرونو دزیاتولو غوښتنې کړي دي .