IQNA

د مسیح دین حقیقت له اسلام سره هیڅ توپير نه لري

6:57 - December 25, 2021
د خبر لمبر: 3485169
تهران (ایکنا) – د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي ووئيل،هیله مندیم  خداوندمتتعال  درستو مسیحیانو ته  توفیق ورکړي و چې  د حضرت عیسی مسیح   د تعلیماتو پیروي وکړي .

ایکناخبری آژانس راپور روکړ ، د ایر ان داسلامی جمهوریت ولسمشر د مسیحي شهید وارطان آقاخانیان کور ته په ورتلو سره ووئيل ، دمسیح ددین حقیقت  داسلام له دین سره هیڅ فرق نه لري او قرآن کریم د حضرت مریّم او حضرت عیسی علیهماالسلام  لپاره ډیرلوړ صفتونه ذکر کړي دي  او هیله مندیم  خداوندمتتعال  درستو مسیحیانو ته  توفیق ورکړي و چې  د حضرت عیسی مسیح   د تعلیماتو پیروي وکړي .

 د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي ووئيل،هیله مندیم  خداوندمتتعال  درستو مسیحیانو ته  توفیق ورکړي و چې  د حضرت عیسی مسیح   د تعلیماتو پیروي وکړي .

ابراهیم ریئسي  ووئیل دهغو کسانو لپاره دشهیدانو پیغام چې دغه هیواد ته تمه دارې سترګې غړوي ، دا دی چې   دایران ولس تل تیار دی څو که څوک  دغې پاکې او ښیرازه خاورې او ټاټوبي  باندې تیری وکړي ،نو پخپل ځان قربانولو سره  دخپل وطن دفاع کوي  او په دې لاره کې  د مسلمانانو ،مسیحیانو  او زرتشتیانو  وطن والو ترمینځ  هیڅ فرق  نشته . ایران د ایرانیانو لپاره  له هرڅه زیات ارزښت لري او  دغه ولس حاضر دی ،  دایران لپاره خپل ژوند قربان کړي .

حجةالاسلام ریئسي  روښانه ړه ، شهیدان د مونږ پر ګردن ډير زیات حق لري او د مونږ د  هیواد اوسنی امنیت اوخپلواکي ، دهمدغو شهیدانو پامته داره دی  او باید  یوه شیبه هم  د شهیدانو دبریاؤ له دفاع او  خوندي ساتلو غفلت ونه کړو.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  زیاته کړې ، هرهغه څوک  چې تیار وي څو  خپل ژوند  د وطن ، ولس او دټولنې د امنیت لپاره قربان کړي ،دایران د ملت لپاره ډير محترم او عزیر دی  او په همدې دلیل  شهیدان  د ایران او ایرانیانو لپاره یو ستر ویاړ دي . شهیدان هماغه شان چې په آخرت کې بقاءا و حیات  لري ،  په دې دنیا کې هم  باید یاد اونامه ئې ژوندۍ وساتل شي .

شهید وارطان آقاخانیان  په ۱۳۶۴لمریز کال کې په شل کلنۍ کې  د مجنون  ټاپو  په عملیاتي سیمې کې  د خپل وطن ددفاع په وخت شهید شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4023210/حقیقت-دین

captcha