IQNA

ایران د امریکا کړچار ته په پام سره فیصله کوی

16:54 - March 07, 2022
د خبر لمبر: 3485504
 تهران (ایکنا) – د ایران دخارجه وزارت ویندوي نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی او په ایراني ولس د زیاتره دباو سیاست دوام لری .

ایکنا خبری آژانس د پار ټوډې  له قوله راپور راکړ،د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده وویل د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا د کړچار په اساس فیصله کوی ،نه د ویانا په خبروکې د غیرشفافه پیغامونو په اساس .

خطیب زاده له امریکا سره د نیغ په نیغه مزاکراتوپه اړه د ایران د دریځ په سپړلو کې وویل د ایران کړچار ترننه ثابت دی  .

ده ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون ندې لیدل شوی او په ایرانی ولس د زیات نه زیات دباو سیاست دوام لری .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی تهران ته د ایټمی اژانس د عمومی منشی ګروسی سفراو لورو ترمینځ شویو موافقو ته په اشارې سره زیاته کړه دغه سفر د تخنیکی مساییلو په چوکاټ کې ترسره شوی چی د ویانا د مزاکراتو سریزه وه .

خطیب زاده وویل اسلامی ایران د اژانس پوښتنو ته ځواب ویلې دې خو ضروری وه په تخنیکی چوکاټ او مشخص وخت کې دغو پوښتنو ته بیاځواب ورکړل شی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113138

captcha