ایکناخبری آژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ ، د سورئې دساعد ټولنې مسلمان او مسیحي غړي د ؛د ووږوخلکو په فکر کې شئ؛ په عنوان سره د پرله پسې نهم کال هم د روژې په مبارکې میاشتې کې ددغه هیواد د روژتیانو لپاره د افطاري یا روژماتي د برابرولو په فعالیتونو بوخت دي.
په داسې حال کې چې د امریکا او لویدیځوالوله خوا له پراخو ظالمانه بندیزونو سره سره د سورئې د جنګ ځپلی هیواد خلک د خپلو لومړنیو اړتیاؤ په تامینولو کې له اساسی مشکلاتو سره لاس او ګریوان شوي دي ، خو بیاهم په دغه هیواد کې ملي یووالی هماغه شان له ورایه ښکاري او مسیحي او مسلمان ښاریز د اړمنو کسانوسره دمرستو لپاره لاس په کار کیږي او له شتمنو خلکو او نورو مرسته کونکو څخه په پرله پسې نهم کال هم داړمنو خلکو او په تیره بیا د روژتیانو لپاره نغدي او خوراکي مرستې غونډوي .