د اسلام ګران پيغمبر (ص) د روژې مبارکه میاشت د خداي میاشت بللې ده، داسې میاشت چې دخداي په نزد ترټولو ښه او غوره میاشت ده او ورځې ئې ترټولو ښې او شپې ئې ترټولو ښې او غوره شپې دي اوشیبې ئې هم ترټولو ښئ شیبې دي
د هغه روژتې لپاره د رسول الله بززرګوار سپارښتنه چې لوږه او تنده زغمي ، د پنځو ډلو په وړاندې پنځه عملونه ي ، لومړئ د محرومانو لپاره مرسته ،دوهم د بوډاګانو احترام،دریم له ماشومانو سره مینه او ګروهنه،څلورم د خپلو خپلوانو او شاو خوا اوسیدونک سره ښه چلند او صله رحمي او پنځم هم د خلکو د یتیمانو لپاره، مهرباني او سرپرستي .
که څه هم دغ کارونه په درست کال کې مهم بلل شوي دي ،خودغو پنځو موضوعګانو اهمیّت ته په پام سره د اسلام ګران پيغمبر پر دغو چارو د روژې په مبارکې میاشتې د خاص ارزښتونو په توګه پرې ټينګار کړی دی .خو هغه ترټولوغوره موضوع ، چې په شعبانیّه خطبې کې ورته اشاره شوې ده ،ځان ته توجه ده .
نو له دې چې پيغمبر اکرم د روژې دمبارکې میاشتې د روژتیانو لپاره لوړمقام ته درسیدا او د نیکمرغۍ لاره بیانوي ، دوي ته دا ښه خبر ورکوي ، چې، ائ خلکو!په دغې میاشتې کې د جنت دروازې خلاصې دي او د جهنم دروازې تړل شوي دي ، له خدایه وغواړئ چې پر تاسو ئې خلاصې نه کړي .
شعبانیّه خطبه ؛د روژې د مبارکې میاشتې د فضیلت په باب د اسلام د ګران پيغمبر (ص)یوه خطبه ده چې دغه خطبه ، د شعبان دمیاشتې په وروستۍ جمعه وړاندې شوې ده او په شعبانیّه خطبې مشهوره ده .