IQNA

قرآني آیتونه او پندونه(12)

قران کریم د نیکو کسانو کمال په کوم ډول بیان کړی دی؟

16:25 - June 22, 2022
د خبر لمبر: 3485911
تهران(ایکنا)-د نیکو کارونو معیارونه د قران کریم په یوه ایت کښې بیان شوي دي

چې د مسلمانانو د اعتقادي او د کړچار بایدوالیو په هکله د قران کریم د تفکر په هکله ښه پیژندګلوۍ رامینځته کوي.

د قران کریم د بقرې سورې یوسل اویایم ایت د نیکو کارونو او د نیکو کارونو د ترسره کوونکو کسانو  د بیانولو لپاره نازل شوی دی او په دغه ایت کښې د نیکوکارونو د معیارونو یو اصلي بشپړه فهرست بیان شوی دی چې په خدای ، اخرت ، ملائکو او اسماني کتابونو باندې ایمان لرل او دغه راز انفاق ، د لمونځ کول ، د زکات ورکول ، ژمنې ته پاې بنده پاتې کیدل او د تقوا رعایتول  پکښې شامل دي.

له حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم څخه نقل شوي دي څوک چې په دغه ایت عمل وکړي نو ایمان به یې کامل شي.

«لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ؛

نیک کار دا نه دی چې خپل مخ ختیځ یا لویدیځ خوا ته واړوي بلکې نیکي دا ده چې څوک په خدای او په قیامت ورځ او په فرښتو او په کتاب( اسماني کتاب قران او پیغمبرانو ایمان راوړي او خپله شتمنۍ له مینه لرلو سره سره خپلو خپلوانو ، یتیمانو ، بې وزله خلکو او پاتې راغلیو خلکو او ګدایانو یعني د بندګانو د ازادولو په لاره کښې ورکړي او لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي او هغوې چې کله کوم تړون وکړي نو خپلې ژمنې ته وفاداره دي او د سختۍ او د تاوان په وخت او د جنګ په وخت هم زغم لري دوې داسې کسان دي چې حقیقت یې ویلی دی او دوې هماغه پرهیزګاران دي»( بقره/۱۷۷)

د قران کریم د دغه ایت په لومړۍ برخې باندې د پوهیدا لپاره د ستر عالم طبرسي نظر د پام وړ او جالب دی.

هغه وايي کله چې د مسلمانانو قبله له بیت المقدس څخه کعبې ته انتقال شوه، د مسلمانانو ، د یهودیانو او د نصاراو ترمینځ ډیرې شخړې رامینځته شوې.

یهودیانو داسې فکر کاوه چې د لویدیځ خوا ته لمونځ وکړئ شي او نصاراو داسې ګومان کاوه ښه خبره دا ده چې لمونځ د ختیځ لور ته وشي.

خدای پاک ج دغه ایت نازل کړ او د دغه شخړې په فرعي بللو سره یې اصلي موضوع یعني نیکۍ او د نیکۍ کول بیان کړل.

د ایمان کامل کیدل:

د ایران ستر عالم علامه طباطبايي باوري دی د قران کریم دغه ایت انبیاعلیهم السلام ته بیل نه دی او باوري دی که څه هم په هغه څه عمل کول چې په دغه ایت کښې بیان شوی دی سخت کار دی ، خو په انبیا علیهم السلام سربیره معصومین علیهم السلام او« اولی الباب» هم پکښې شامل دي.

اولوا الالباب» د عقل ، د تفکر ، د درک د خاوندانو او د ځان د بینانۍ د لرلو په معنا دی چې دغه ډله د جاهلانو ، د ناپوهه کسانو او د تور زړو خلکو په مقابل د حق منونکي دي.

تړلې خبرونه
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha