IQNA

قرآني سورې (۲۲)

د خداوندومتعال په باب له جنجال جوړونې د حج سورې د ډډه کولو سپارښتنې

6:40 - August 01, 2022
د خبر لمبر: 3486049
ایکناـــ(تهران)خداي تعالی په قرآن کریم کې په کرتو مدعیان له چیلنج سره مخ کړي دي، هغه مدعیان چې یا کافر دي او خدای  نه مني  او یا بت پرست دي او بتان د مځکې او آسمان خدایان ګڼي ،خداوندمتعال دوي سیالۍ ته بولي  او غواړي، یوډيرمعمولی شی دې وپنځوي  او یا دقرآن په څير دې یو وړوکی آیت راوړي،خو هیچا د  سیالۍ بلنه ونه منل شوه.

د حج سوره د قرآن کریم یوه مدني  او دوویشتمه سوره ده چې په ۷۸آیتونو سره په اولسمې سپارې کې واقع ده او د نزول په ترتیب کې یو سل دریمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص)نازله شوې  ده .

 په لغت کې دحج کلمه،د یوه کار دترسره کولو د نیّت په معنا ده ،خو په اسلامی شریَعت کې یو لړ خاصو مراسمو ته وئيل  کیږي ، چې هرکال په مکې کې ترسره کیږي.لکه څنګه چې  ددغې سورې  کابو دیارلس آیتونه(له ۲۵ آیته تر ۳۷پورې آیتونه) د کعبې ،د هغې دتاریخ او د حج د سیاسی او اجتماعي آثارو په باب پکې خبرې شوي دي ، دغه سوره حج نومول شوې ده.

دحج سوره د قیامت دعظمت په یادونې سره،خلکو ته په خطاب او د هغه د یوې حیرانونکي صحنې په انځورولو سره پیلیږي، هماغه ډول چې فرمائي؛  «يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ: ؛ائ خلکو!له خپل پروردګاره پروا وکړئ،ځکه چې زلزله راپنځونه  یو ډير ویرونکی امر دی ::(د حج سوره او لومړی آیت )

ددغې سورې کلی محتوا دمومنانو او دکافرانو ډلې صفتونه او د ژوند برخلیک بیانوي، دکافرانو لومړنۍ ډله هغه کسان دي چې له هیڅ پوهې پرته، دخداي د صفتونو او کارونو په باب بحث او جنجال  او  له هر سرکش شیطانه پيروي کوي او دهماغه شیطان د دوي عاقبت د جهنم داور په لور کاږي .

دوهمه ډله  هم ،له کومې پوهیدا او  لارښونې او له روښانونکي کتاب پرته، د حق له لارې دنورو دګمراه کولو په خاطر،دخداي په باب جنجال او شخړه راپورته کوي. د وي چې دمشرکانو مشران دي،په نهایت کې به په ذلت او خوارئ سره د آخرت په عذاب کې ګیرشي.دریمه ډله هم خداي تعالی په ژبه او په ظاهر کې پيژندي او مني ئې ، داسې چې ښه خبر ته په رسیدا سره آرامښت مومي  او په مصیبت او کړاؤ سره ،له خدایه لیرې کیږي.

دغه شمیر کسان هم په دنیا او آخرت کې تاوان مومي .ددغو درو ډلو په مقابل کې ،مومنان دي چې خداوند متعال بلاخره ،دوي ښه او نیک ځاي ته واردوي.

همداراز په دغې سورې کې د توحید  او واحد خداي د عبادت د ضرورت په بیانولو سره،شرک پالنې  او دهغومنفي پایلو  او د قیامت د ورځې قطعي شونې او د هغه سختې زلزله پنځونې ته هم پام کړی دی  او فروع دین  ،یعني د لمونځ،له خداي سره د پیوند، زکوات،د معنوي او فقهي اړخونو،حج،له خپل سرو سره د جهاد، او امر باالمعروف او نهي از منکر په څير فروع دین ته هم  پام کړی دی.

  په خدای باندې  د اعتماد او توکل په څير د ځینو اخلاقي ارزښتونو بیانول،دخداي د نافرمانۍ او دګناه د کولو،تقوا ته مخه کولو، صالح عمل او الهي نصرت ته دمخه کولو په باب خبرداري،هم ددغې سورې نور بحثونه دي .

تړلې خبرونه
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha