IQNA

د ایران په پولو کې لس تکفیری صهیونیسټي داعشیان ونیول شول

17:42 - August 04, 2022
د خبر لمبر: 3486066
ایکنا-(تهران) په خبرتیا کې د لازیاتو جزیاتو په باب وئیل شوي دي، په تیرو درو ورځو کې تکفیری صهیونیسټي داعشیانو په حسینی ویرجنو  کې د څو ترهه رو عملیاتو  نیّت درلود.

ایکناخبری آژانس د تسنیم  له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د  اطلاعاتو وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي،د ایران  امنیتی ځواک لس هغه تکفیری صهیونیسټي داعشیان نیولي چې  د حضرت ابا عبدا... الحسین  په عزادارو کې ئې د ترهه ګروعملیاتو  نیّت درلود.

 په دغې خبرتیا کې د لازیاتو جزیاتو په باب وئیل شوي دي، په تیرو درو ورځو کې تکفیری صهیونیسټي داعشیانو په حسینی ویرجنو  کې د څو ترهه رو عملیاتو  نیّت درلود.

په خبرتیا کې راغلی دي،جنایتکار صهیونیسټي رژيم چې تیره اونۍ ئې د کومله په نامې سره د بیلتون غواړو ترهه ګرو په وسیله په ایران کې د یوه حساس  مرکز په چاودنې کې له ناکامۍ وروسته ددغه درندې ماتې باندې دبرغولي د کیښودلو او د خپلو تالی څټو او پیّلو عناصرو د روحیې په ښه کولو پسې ؤ،دې ځل ئې هڅه کړې څود تکفیری داعشي ټیمونو له لارې د حضرت امام حسین علیه السلام دعزادارۍ په دستورو کې د خپلو ترهه ګرو عملیاتو لپاره اقدامات وکړي چې د امینتی ځواک په ځيرتیا او چمتووالي سره او له ترکیې اوعراقه له هماغه روانیدونکي ځایه په څارنې سره،دغه تکفیری صهیونیسټي ترهه ګردهیواد په لویدیځ او جنوب کې په دوو سیمو کې ونیول شول.  www.aparat.com/video/video/embed/videohash/vb285/vt/frame?t=39

 د ایران داطلاعاتو وزارت په دغې خبرتیا کې ټينګار شوی دی،امنیتي ځواک په قدرت او هوښیارتیا او سرښیندنې سره د خپل  اسلامی ټاټوبي د پولو او د ولس د امنیت او هوساینې  اوسلامتیا په ساتنې باندې ویاړي

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/05/13/2753245/وزار 

captcha