IQNA

د سوماترا جامع جومات؛له ځاي پلانونې رانیولې له ګبنسۍ پرته ترچت پورې (فلم،انځورونه)

12:45 - October 24, 2022
د خبر لمبر: 3486360
ایکنا-(تهران)د سوماترا د لویدیځ جامع جومات د چت شکل د هغه ټوکر بیلګه دی چې د قریشو د قبیلې څلورو مشرانو ئې یوه ټوټه ساتلې ده څو حجرالاسود په کعبې کې اوسني ځاي ته ورسوي.د چت سټایل او شکل ئې هم په لویدیځي سوماترا کې د مینانګ کابوئو قوم دځاي خونو له دودیزې معمارۍ اخستل شوی دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د سوماترا لویدیځ جامع جومات(Grand Mosque of West Sumatra) د انډونیشیا په لویدیځي سوماترا کې په پادانګ ښار کې  واقع دی.دغه جومات د سوماترا ترټولو لوي دوهم او په لویدیځي سوماترا کې ترټولو لوي جومات دی.دغه ښار ،د لویدیځي سوماترا ،پادانګ ،پادانګ اوتارا په شاوخوا کې دی.دغه جومات په څلویښت زره درې سوه درې څلویښت مربع میټر مساحت سره په یوې ټولګې کې جوړ شوی دی.

ددغه جومات د ودانۍ لومړنۍ کاڼی د ۲۰۰۷کال د دسمبر په ۲۱نیټه د د لویدیځي سوماترا ولایت د ګورنر ګاماوان فوري په وسیله کیښودل شوې ده.

د سوماترا لویدیځ جامع جومات جوړیدا د بودجې د مشکلاتو په دلیل ډير زیات وخت واخست.د لویدیځي سوماترا دسیمه یز حکومت په بودجې له تکیې پرته،د ولسی مرستو،دخصوصي برخو دمرستو او همداراز دبهرنیو حکومتونو د مرستو په څير دجومات د جوړیدا دلګښت دغونډولو لپاره نوره سټراټژۍ کارول شوي دي.

د ۲۰۱۴کال د فرورۍ په اومه نیټه،په دغه جومات کې د جماعت لومړنی لمونځ قایم شو،خو د جومات دروازې په رسمي توګه د۲۰۱۹کال دجنورۍ په څلورمه نیټه پرعامو خلکو پرانیستل شوې.

 دغه جومات د انډونیشیا دیوه معمار رضال مسلمین (Rizal Muslimin) په وسیله پلان شوي چې د سوماترا په لویدیځ کې د نوي جومات لپاره  د ۲۰۰۷کال د ژوندی سیالۍ په توګه وټاکل شوه.د جومات تر ټولومختلفه ځانګړنه ،ددغې ودانۍ د چت سټایل یا فرم دی،په لویدیځي سوماترا کې د مینانګ کابائو قوم دځاي خونو د دودیز چت اوسمهاله یو تفسیر دی.

د چت شکل هم د هغه ټوکربیلګه ده چې دقریشو قبیلې څلورو مشرانو ساتلې ده څو حجرالاسود په کعبې کې په اوسني ځاي کې ځای په ځاي کړي. د چت لرګی او چوکاټ له فولادي پایپونو جوړ شوی دی چې د سیمټو په څلورو لویو ستنو سره ئې پشتیباني کیږي.اصلی ودانۍ په درو پوړو جوړه شوې ده.اصلی لمونځ ځاي یا هال په دوهم پوړ کې دی.دغه جومات د شلو زرو کسانو په یووخت دلمونځ د اداکولو ګنجایش لري.

 https://iqna.ir/fa/news/4093812

captcha