IQNA

د ایران د اسلامی انقلاب د بری کلیزه،یوم الله،پرتورې د وینې د بریالیتوب ورځ دې پرټولومبارک وي(مقاله)

13:16 - February 11, 2023
د خبر لمبر: 3486880
ایکنا-(تهران)په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې په بیلابیلو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو، کلتوري او پوځي اړخونو او برخو کښې د ایران ستر بریالیتوبونه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام د ټینګیدا په سیوري کښې رامینځته شوي دي.

د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د ایران د خلکو اسلامي انقلاب خپل اوج ته ورسید

 او بالاخره د مسلمانو خلکو مبارزو نتیجه ورکړه او په ایران کښې دوه نیم زره کاله باچاهۍ او د پهلوي رژیم څه پاسه پنځوس کاله ظلم له مینځه لاړ او په الهي غوښتنه د ایران د اسلامي جمهوري نظام جوړ شو.

په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې په بیلابیلو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو، کلتوري او پوځي اړخونو او برخو کښې د ایران ستر بریالیتوبونه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام د ټینګیدا په سیوري کښې رامینځته شوي دي.

انقلاب اسلامی ایران کے بعد کی دنیا میں خوشگوار تبدیلیاں

په حقیقت کښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب د ایران په څو زره کلن تاریخ کښې د بدلون پیچومی ګڼل کیږي.

د ایران دغه اسلامي انقلاب د سیاسي د ټولنیزو د کلتوري او د اقتصادي بدلونونو په شمول د ایران د ټولنې په بیلابیلو ډګرونو کښې د بنسټیزو بدلونونو سبب شوی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه چې د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه ستر بریالیتوب ته د اسلامي انقلاب تر رسیدا پورې یې  د دغه انقلاب په سخته لاره کښې د ایران د ستر ملت مشرۍ او لاښوونه پرغاړه لرله د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې یو بې بدیله شخصیت و او هغه د ایران په اوسمهاله سیاسي ، او تاریخي بهیرونو باندې اساسي او پریکنده اغیز شیندلی دی.

انقلاب اسلامی ایران کے بعد کی دنیا میں خوشگوار تبدیلیاں

د ایران او د اسلامي نړۍ د تاریخ د دغه ستر شخصیت د رحلت د څه د پاسه دیرشو کلونو له تیریدا وروسته اوس هم د امام خمیني رحمت الله افکار او تفکرونه د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام مخ ته د بلې ډیوې په شان دي او د هغه نوم او خاطره د ایران د ملت په زړونو کښې ژوندۍ ده.

اسلامي انقلاب ته په رسیدا او د خلکو د پاڅون د هدایتونکي او د اسلامي انقلاب د مشر په توګه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په هکله باید ووایو چې هغه یو تدبیر لرونکی ، زړور ، متفکر او د وخت او د نړۍ له مسائیلو څخه خبر مشر و چې له نویو رودو په ګټه پورته کولو سره یې  ترټولو ستر اوسمهاله انقلاب هدایت کړ.

اندیشه امام خمینی(ره) معادلات بین المللی را به هم ریخت - خبرگزاری مهر |  اخبار ایران و جهان | Mehr News Agency

امام خمیني رح  د انقلاب په وخت کښې د تاریخ جوړونکي ، د استثنايي او د کاریزماټیک څیرې په توګه څرګند شو.

هغه انقلاب چې امام خمیني رحمت الله یې بیرغوال او بنسټګر و وتوانید د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د اسلام له څیرې غبار او دوړې لیرې کړي او  له څوارلس سوه کلونو وروسته د عدالت تږي نړۍ ته د اسلام حقیقي څیره وروښيي.

په همدې دلیل ده چې د ایران اسلامي انقلاب په اسلامي دنیا کښې د «امام خمیني په انقلاب» پیژندل شوی دی.

امام خمیني رحمت الله علیه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کښې د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه نیټه په مستکبرانو او چورتالان کونکو باندې د ایران د ملت د بریالیتوب پیلامه ،د طاغوتیانو د ظلم د حکومت د ټغر د ټولو پیلامه ، په دنیا باندې د الله د حکومت پیلامه، د اسلامي عدالت د بیرغ د رپولو پیلامه او د مستضغفانو د ویښتا پیلامه بللي وه.

په عین حال کښې د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ورځې په توګه د نړۍ د خلکو لپاره یوه مهمه او ژوره پیښه بللی شو.

د شلمې میلادي پیړۍ دغه سترې پیښې له یوې خوا د نړۍ د استعماري ویش او د سلطې د نظام په چوکاټ کښې د استکبار سیاسي معادلات ګډوډ کړل او له بلې خوا یې لویدیځ په تیره بیا امریکا ته  اړونده تر ټولو ستر رژیمونه یعني پهلوي رژیم نسکور کړ او د ایران په ستر او پراخ هیواد کښې یې د هغه سټراټيژیک ، اقتصادي او جیو پولیټیک  اهمیت ته په پام سره یو ستر بدلون رامینځته کړ او یو ځل بیا اسلام په نړۍ کښې د ټاکونکي قدرت په توګه مطرح شو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي فرمايي :که چیرې زمونږ  اسلامي انقلاب او امام خمیني رحمت الله علیه  نه وائ او که چیرې اسلام په ایران کښې د انقلاب او د بدلون بیرغوال نه وائ داسې هیڅ هیله نه وه چې د امریکا له سپکاوي د ډک جهنم سلطه او د پهلوي د ظالم دیکتاتور حکومت په دغه هیواد کښې ختم شي.

انقلاب اسلامی ایران کے بعد کی دنیا میں خوشگوار تبدیلیاں

د ایران اسلامي انقلاب  د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار په وړاندې د مقاومت او د اسلامي دنیا د وحدت لرلید ، د نوي پیغام په وړاندې کولو او د نړۍ د ازادي غواړو او د مستضغفانو د ملاتړ لپاره د یوه  مرکز په رامینځته کولو سره د څه د پاسه یو نیم میلیارډ مسلمانانو مینه والو لپاره مطرح کړ او د نړۍ د مستکبرانو په زړونو کښې یې د ویرې یوه څپه رامینځته کړه.

په حقیقت کښې د ایران د اسلامي انقلاب د اغیزشیندنې یو مهم اړخ د ایران د بهرني سیاست په ډګر کښې د نویو او د بې مخینیو بهیرونو بڼه خپلیدل او رامینځته کیدل دي کوم چې له سلطه ګرۍ او استکبار سره په  مبارزې ولاړ دي.

همدا اوس د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په درشل کښې  د کارپيژاندو په وینا د ایران  اسلامي جمهوریت په نړیوال ډګر کښې د یوه اغیز شیندونکي لوبغاړي او د سیمې د یوه قدرت په توګه پيژندل کیږي.

د لویدیځې اسیا د مسائیلو کارپيژاند «محمد عوده الاعا» د ایران سیمه ییز رول ته په اشارې سره وايي ایران په فارس خلیج کښې له ځانګړي جیوپولیټیک مقام څخه په برخوریدا سره په ځلونو ثابته کړي ده چې د سیمې تر ټولو اغیز شیندونکی قدرت دی او د بهیرونو د بدلولو توان لري.

واکاوی تحلیلی نقش امام خمینی در ایجاد و حفظ انقلاب اسلامی

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127756

captcha