IQNA

په نیوزیلینډ کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د قربانیانو یاد اوخاطره دې تل ژوندئ وي

16:52 - March 15, 2023
د خبر لمبر: 3487040
ایکنا-(تهران) د نیوزیلینډ په کرایست چرچ ښار کې  په دوو جوماتونو باندې د وحشي ترهه ګرو حملو په څلورمې کلیزې کې ددغه هیواد مسلمانانو او مسئولانو  له اسلامه د ویرونې له پروسې او افراط پالنې سره د مبارزې په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،د نیوزیلینډ خلکو په ۲۰۱۹کال کې د کرایسټ چرچ ښار پر جوماتونو باندې د حملې د قربانیانو یاد اوخاطرې لمانځي .

دمارچ په پنځلسمه نیټه دنیوزیلینډ په کرایسټ چرچ ښار کې په یوه جومات او یوه اسلامی مرکز باندې د افراط پالو یهودیانو مرګونو حملوڅلورمه کلیزه ده چې د نیوزیلیند او د نړۍ مسلمانان ئې یوځل بیا غمجن کړي او  خلکو هم د هغوي د قربانیانو په ستایلو سره هوډ کړی چې تر وروستیو پورې به د افراط پالنې او توپيري اقداماتو په ضد خپله چغه دنړۍ په هر ګوټ او ډګر کې پورته کوي.

 په کرایست چرچ جوماتونو باندې د ترهه ګروحملو په باب د سلطنتي کمیشن راپور ته د ځواب لپاره د نیوزیلیند دحکومت یوه لوړپوړي غږږملونکي وزیر اندرو لیټل ووئيل، د مرګوني ترهه ګرې حملې قربانیان به تل د مونږ په یاد کې وي.

لیتل په یوې اعلامیې کې ووئيل، حکومت د نیوزلینډیانو لپاره د تاؤتریخجنې افراط پالنې او ترهه ګرۍ د بلا کمیدا ته ژمن دی.هغه زیاته کړې ده له ترهه ګرۍ او له ملی امنیت ورآخوا ښکارندو سره د مبارزې د سیمه اییزې څلورمې ناستې لپاره چې د آسټریلیا، انډونیشیا، برونائي د ارالسلام،ملایشیا،نیوزیلینډ فیلیپین جمهوریت، سنګاپور اوتایلینډ په شتون سره ترسره کیږي،آسټریلیا ته سفر کوي.

ددغې وحشي  اومرګوني ترهه ګرې حملې عامل برنټن ټرنټ تیر کال په محکمې کې د هغه د عمری بند په فیصلې باندې د بیا غور کولو  اپیل کړی دی. د نیوزیلینډ د اسلامی ټولنو فیډریشن  د هغه دغه اقدام  ددغه هیواد  د خلکو او د قربانیانو خپلوانو او نزدې کسانو ته د بیا  تاوان رسولو لپاره یوه هڅه بللې ده.اوس  داسې وخت دی چې ټول ملت باید شهیدانو له کورنیو سره همدردي او دهغوي د بچیانو  یاد  او درنښت وکړي

د ۲۰۱۹کال د مارچ په پنځلسمه نیټه  یوه ترهه ګر افراطي کس په ګرمووسلو سره په نیوزیلینډ کې په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو په حملو کې  کابو ۵۱لمونځ ګوزار شهیدان او  کابو ۴۹نور ټپیان کړل، او دغه پيښې ئې په آنلاین توګه پخپل فیس بوک پاڼې کې هم نندارې ته وړاندې  کړي وې.

https://iqna.ir/fa/news/4128371/%DA%AF%

captcha