ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د عادي کولو لپاره د دغه هېواد په ملاتړ په ټینګار سره، تهران او ریاض په سیمه کې د اسلام آباد مهم ملګري وبلل.
په راپور کې وئيل شوي دي،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام آباد کې د خپلې اونیزې خبري غونډې په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: پاکستان د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د بیا پیلېدو تود هرکلی کوي او هغه د سیمې په ګټه بولي.
هغې زیاته کړه تهران او ریاض په سیمه کې زموږ مهم ملګري دي او موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغو دوو وروڼو هېوادونو د هلو ځلو ملاتړ کوو او د لا زیاتو اقداماتو لپاره یې هڅوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه له ایران څخه د ګازو د لېږد پلان په اړه وویل چې دا د اسلام اباد لپاره یوه مهمه پروژه ده او موږ له اړوندو بنسټونو سره په تماس کې یو.