IQNA

د آیت الله سلیماني جنازه د حضرت بی بی معصومه(س)په حرم کې خاورو ته وسپارل شوه

16:13 - April 29, 2023
د خبر لمبر: 3487256
ایکنا-(تهران)د رهبرۍ دخبرګانو د شورا دغړي آیت الله عباسعلی سلیماني شهید د جنازې دستورې نن په قو مقدس ښارکې د ولایتمدار ولس ، عالمانو ،،روحانیونو او ولایتي مسئولانو په ولولناک شتون سره ترسره شوې او دهغه پاک مړی هم د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په پاک حرم کې خاورو ته وسپارل شو.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،شهید آیت الله سلیماني  په خبرګانو شورا کې د سیستان او بلوچستان د خلکو استازی ؤ او  په کاشان او سیستان او بلوچستان کې د  جمعې امام هم پاتې شو دی،بلاخره ئې  نن جنازه دقم د سپيڅلي ښار له امام حسن عسکری جوماته دحضرت بی بی معصومه(س) د حرم په لور بدرګه شوه او مړی ئې  د حرم په شاوخوا کې خاوړو ته وسپارل شو.

د  جنازې په دستورو کې ګډون کونکو زرګونو خلکو د الله اکبر او حسین حسین شعار ما شهادت افتخار ما  او د استعماري او استکباري  قدرتونو په ضد سخت شعارونه ورکول.

آیت الله سلیماني د  غواي یا ثور دم یاشتې په شپږمه نیټه  د بابلسر ولسوالۍ په یوه بانک کې د یوه وسلوال کس په حملې کې شهید شو او یرغلګر هم نیول شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4137190/%

captcha