ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزارامولوی عبدالکبیرپه کابل کې د افغانستان د حاکمه پلاوی دلوړروتبه چارواکو په شتون سره په یوې ناستې کې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپار ه د غوښتنو په غبرګون کې ووئيل، اوسنی حکومت له هر پلوه ټولشموله دی او د ټولو قومونو نمایندګان پکې شتون لري.
مولوی عبدالکبیر ووئيل، که دټولشموله معنا دا وي چې څو فساد ګر عناصر چې په افغانستان کې ځاي نه لری او تښتیدلي دي ، او د بهرنیانو غلامان دي ، په حکومت کې شامل شي، نو دا نه دمونږ لپاره او نه هم د مونږ دملت لپاره د منلو نه دي. ددغه شان کسانو په شتون سره حکومت ټولشموله نه کیږي او حکومت له فساد سره مخ کیږي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې په اوسنی سرپرسته حکومت کې د تاجیکو او ازبک قومونو نمایندګان هم شتون لري،زیاته کړه،ګوره که په مخکینی نظام کې ځيني دعبدالرشید دوستم په شان کسان وو، نو په اوسنی نظام کې هم د دوستم په ځاي د عبدالسلام حنفي په شان شتون لري، چرته دوستم او چرته عبدالسلام حنفي په شان کسان سره برابریدلی شي؟ همداسې له پنجشیره هم دنورالدین عزیزي په شان متخصص کسان شتون لري ، نو آیا دا ټولشموله حکومت نه دی ؟
د طالبانو ریس الوزرا د رسمیّت پیژندنې موضوع ته په اشارې سره ووئيل، که مونږ دنیا ته اړتیا لرو ،نو دنیا هم مونږ ته اړتیا لري او په دې موضوع درک کولو سره اوسنی مشکل حل شونی دی.مونږ ټولو ګاونډیانو سره او دسیمې له درستو هیوادونو سره ښې اړیکې لرو ،مونږ خپلې سرحدي لارې پرانیستي دی غواړو، د اسلامی شریعت په سیوري کې له ګاونډیانو او نړیوالو سره ښې او مثبتې اړیکې ولرو او ډاډ ورکوو چې له افغانستانه به هیڅوک ونه ګواښل شي.