ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې، د دغه وزارت چارواکو د «ملت ته د حکومت حساب ورکولو» په غونډه کې ویلي چې د هېواد یو شمېراتباع په مختلفو هېوادونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله مړه او افغانستان ته انتقال شوي دي.
ویل کېږي چې ډېری دغه کسان اروپا ته پر لاره مړه شوي دي.
څو میاشتې وړاندې د یونان په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال مړه شول.