ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رآپور راکړ، په وروستیو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.
نن سهار هم د خیبرپښتونخوا صوبې په دیره اسماعیل خان ښار کې د پاکستان د پوځ اړوند یوې اډې ته څېرمه، ترهګرو ډلو د یوه موټر بم او ځانمرګو تروریستي برید وکړ.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې په دیره اسماعیل خان ښار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې، د ټولو حمله کوونکو په ګډون ۲۷ ترهګر وژل شوي دي.
د "تحریک جهاد" ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځ پر مرکز د نن ورځې د خونړي برید مسئولیت پر غاړه واخیست.
د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر "انورالحق" کاکړ د دغه ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ، په یوه بیانیه کې وویل، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د خلکو او وسله والو ځواکونو ټینګ هوډ به، د دې "بزدلانه بریدونو" تر اغېزې لاندې را نه شي.