IQNA

د ایران او افغانستان ترمینځ د موجوده مسئلو پر حل د امیر عبداللهیان ټینګار(مقاله)

15:37 - December 25, 2023
د خبر لمبر: 3488475
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست  مولوی امیر خان متقي سره په کتنې کې  دسرحدي او اوبو د مسئلو پشمول ددواړو هیوادونو ترمینځ  دموجوده مسئلود حل په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  پرون ناوخته په تهران کې د افغانستان  د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې  د غزې د ترټولو ورستیو  بدلونونو او په دغې سیمې کې د نسل وژنې  په تشریح کولو او د فلسطین له مظلوم ولس سره په مرستو کې د  ټولو مسلمانو او آزادي  غواړو هیوادونو د ملګرتیاپه ضرورتپه ټينګار سره ، د ایران او افغانستان د  دوو اړخیزو  اړیکو اهمیّت باندې په ټينګار سره  هیله وښودله چې  د افغانستان  اوسني واکوالان  دې په عملی بڼه کې د د موجوده مشکلاتو د ختمیدا  لپاره ګام پورته کړي.

د ایران او افغانستان اړیکې،  له هغه مهاله چې طالبان  په ۲۰۲۱کال کې  یو ځل بیا دغه هیواد کې قدرت ته ورسیدل ،  په ځینو وختونو کې د تاؤتریخوالو شاهدې دې چې  په هغو کې د سرحدي تاؤتریخوالو او حقابې موضوع اهمیّت لري.

د ایران دحقابه نه تامینید او وچکالۍ  د  ایران د سیستان او بلوچستان د خلکو لپاره ډیر مشکلات راولاړ کړي دي او په همدې اساس  ایران د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱ لمریز کال په تړون کې د  اټکل شوو مادو دقیق او بشبړ اجرا غوښتونکی  دی ، هیرمند سین  د افغانستان د هندکش غرونو له سرچینه اخلی او وروسته ایران ته رسیږي ، خو افغانستان د خپلو کرهڼيزو  اړتیا د تامینولو لپاره پر دغه سین  دمختلفو ډیمونو  په جوړولو سره ایران ته د اوبو د رسیدا  پر بهیر  منفی اغیزې شیندلي دي.

 څرګنده ده ، په افغانستان د واکمنې ډلې په توګه طالبان، د هیرمند تړون عملیاتي کولو  او ددغه تړون په اساس  د ایران د حقابه  پوره کولو  ته ژمن دي، طالب چارواکو په کرتو ژمنه کړې ده چې په دې زمینې کې له ایرانیو مسئولانو سره  لازمه ملګرتیا کوي، د مثال په توګه،د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست  ا میر خان متقي  له دې مخکې  ټينګار کړی ؤ چې  دغه ډله  د ایران حقابه په رسمیّت پيژني  او هیڅکله هم د ایران  لپاره د مشکل  د جوړولو غوښتونکي نه دي.

د نشه ایزو موادو د قاچاق،ایران ته د غیر قانوني  واریدیدا لپاره د وسلوالو ډلوټپلو د هڅو  او له ایراینو پوله ساتونکو سره د طالبانو د پوله ساتي ځواک څه ځله د ښکیلیدا په څير مشکلات هم  داسې ترینګلتیاوې دي چې  ددواړو هیوادونو پر اړیکو ئې اغیزې شیندلی دی او په ځينو موقعو کې  ئې د دواړو لورو اړیکې  تاؤتریخجنې هم کړي دي ،که څه هم  دواړو لورو  دغه تاؤتریخوالي زیاتره په ښه ډول   حل کړي او د  لازیاتو اختلافاتو د رابرسیره کیدا  خنډ شوي دي ، خو بیا  هم ځیني ترینګلتیاوې هماغه راز پاتې دي.

په عین حال کې  باید په نظر کې ولرل شي، له هغو پیچلتیاؤ سره سره چې د حقابې  او سرحدي مسئلو په څير د ایران او افغانستان ترمینځ  په اړیکو کې په مختلفو سیاسی او امنیتی اړخونو کې  شته دي ، دواړو لوروپه تیره بیا  د اقتصادي او تجارتی اړیکوپه پراختیا ټینګار کړی  چې البته دغه م وضوع  په نورو    حوزو کې هم د  اختلافاتوپر کمیدا اغیزشیندلی شي.

افغانستان  او ددیني ،کلتوري  او ژبني مشترکاتو  او دد کابو زرو کلومیټرو  اوږدو مشترکو پولو د شتون  په دلیل، د ایران د یو مهم ګاونډی هیواد حسابیږی،د ایران اسلامی جمهوریت تل  په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا  او ددغه هیواد د  ولس د مشکلاتو د ختمولو  لپاره له هیڅ ډول مرستو ډډه نه  ده کړې او په تیرو کابو څلویښتو کلونو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه  دی ، اوس هم له دوي لږترلږه  پنځه میلیون  افغان کډوال  په ایران کې ژوند کوي  او د  ایران په اسلامی جمهوریت کې د ایرانیو ښاریزو په شان له درستو امکاناتو برخمن دي.

په دغه شان شرائطو کې طالبانو او د ایران د دیارلسم  حکومت اوس  داقتصادي اړیکو پشمول  دمناسباتو په پراختیا متمرکز شوي دي  او ددواړو هیوادونو د اقتصاد، صنعت، تجارت او کرهڼيزو  حوزو د چارواکو او کارپوهانو څخه دجوړو پلاؤ دوامدار سفرونه هم   په همدغه چوکاټ کې دي.

 پر دې اساس  دایران او افغانستان  چارواکي،د دووو اسلامی  او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  له هرډول تاؤتریخوالو څخه ددډه کولو  او دایړکو دساتلو  لپاره  هوډمن دي او تمه کیږی  هماغه شان چې  دایران خارجه وزیر هم وئيلی دي ،طالبان دې په عملی   اقداماتو او همداراز ددواړو هیوادونو ترمینځ د  ګډو موافقو  په اجرائي کولو سره ،د اقتصادي او تجارتی  مبادلاتو  پر زیاتولو سربیره ،  د سرحدي موضوعګانو او د اوبو په زمینو کې  موچو مشکلات هم حل شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143730

captcha