IQNA

اسلامی ایران ثابته کړې چې د ایمان په قدرت سره به هیڅکله هم ماته ونه خوري

8:09 - May 05, 2024
د خبر لمبر: 3489165
ایکنا -  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د هنګو ښار د جمعې امام  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،د اسلامي انقلاب د معظم  لارښود په هوښیارۍ او سپاه پاسدارانو په  خپل قدرت او شجاعت سره ثابته کړې ده چې د دوي حقیقي وسله او قدرت  ایمان دی او هیڅکله هم په دغې وسلې سره ماته ونخوري.

ایکنا نیوز – د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د هنګو ښار د  جمعې لمانځه امام حجةالاسلام سید مصطفی حسین توکلي د ایکنانیوز له خبریال سره پ خبرو کې  د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئيلو سره  د خداي د ګران پیغمبر (ص) فرمان ته په اشارې سره چې فرمائيلي ئې دي، ؛ څوک  چې سهار کړي او دمسلمانانو پر چارو  فکر ونه کوي او دهغوي په فکر کې نه شي ، نو مسلمان نه دی؛ ووئيل،  کلونه کلونه کیږي، چې فلسطین د غاصبو صهیونیسټانو په منګولو کې ګرفتیار دی  او په تیره بیاه په وروستیو څو کلونو کې  چې  ددغو اسرائيلو ظلم انتها ته رسیدی  او په وحشيتوب سره ښځې او ماشومان وژنی  او باید هر پتمن مسلمان چې ددنیا په کوم ځاي کې وي ، د دغه وحشی او جنایتکار ظالم په ضد  خپله چغه پورته کړي.

د پاکتسان د هنګو ښار د جمعې لمانځه امام او د میرمنو د عملیه حوزې مدیر  زیاته کړه ، ډیره د افسوس خبره ده چې اسلامی هیوادونه په تیره بیا عرب هیوادونه چُپه خوله  او یوازې نندارچیان دی او  آفرین وي د ایرا پر اسلامی جمهوریت چې  په شجاعت  سره د ظالمانو جنایتونو اووحشیتوب ته ځواب ورکړی دی.

حجةالسلام توکلي ددې خبرې په کولو سره   چې د اسلامی انقلاب  ستر لارښود  په شجاعت ، پوهې  او ځيرتیا سره د دوي په وړاندې  ودرید او ورته ئې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، ووئیل، سپاه پاسدارانو او ټولو ځواکونو په خپل ټول قدرت او شجاعت سره ثابته کړه چې  دد وي قدرت او طاقت ایمان دی او   او د  ایمان په وسلې سره هیڅوک ماته نخوري.

هغه ووئیل، لکه څنګه چې  په قرآڼ او روایتونو کې د یهودو او دهغو کسانو چې له یهودو پیروي کوي،ډیر مذمت شوی دی، خود ایران اسلامی جمهوریت   د ظالم او جنایتکار د تیري  او خباثت په ځواب کې  له دوي څخه خپل براءت اعلان کړ او پخپل قدرت او اتحاد سره ئې دنیا ته وښودله چې، هغه  رژيم چې ټولو ورڅخه ویره او وحشت درلود او دسیمې یو لوی قدرت او لوي باؤؤ ئې باله، یوه درنده څپيړه ورکړه او وې ښودله  چې  دظالم د ظلم په خلاف چُپه خوله پاتیکیدل د یوه ایماندار او مسلمان ملت روده نه ده او ظالم ظلم ته  باید ځواب ورکړل شي. که څه هم ځينی کسانو او قدرتونو  له دغه لوي کار سره د  اسلام له حقیقته د نه درک په علت ورسره مخالفت وکړ، خو د ایران اسلامی جمهوریت  د دوي پوزه په خاورو وموښله.

د حجة الاسلام سید مصطفی حسین توکلي  سره د شوو خبرو  یو لنډشان ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4213730

captcha