ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکوي، دعربستان د ټرانسپورټي چارو عمومی ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د حرمیّن او هغه تیزګام اورګاډي؛ مشاعر ریل ګاډي چې په جده کې د ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګر په لور حرکت کوي، د ۱۴۴۵کال حج د شپو ورځو له پیلیدا سره په یووخت د مخ کتنې لپاره ځان تیاروي .
مشاعر اورګاډی د مقدسو مشاعرو په لارې کې نهه تمځایونه لری چې تر اتلسو کلومیټرو پورې د ریل ګاډي په ډبل پټلۍ سره اړوندیږي. دغه ریل ګاډی په یوه ساعت کې او په یوه طرف د ۷۲ زره مسافرانو د منتقلولو ګنجایش لري او په ورځې کې کابو دوه زره ځله سفر کوی څو په دې وسیله د خدای د کور د حاجیانو د تګ راتګ په آسانولو کې لویه ونډه ولرل شي.
د حرمین تیزګام(تیز تلونکی ) اورګاډی هم د حاجیانو د تګ راتګ د آسانولو یوه ترټولو څرګنده او روښانه وسیله ده چې د مکې مکرمې او مدینې منورې دوو ښارونو ترمینځ ارتباط ټينګوي.
له دغه اورګاډي سره سفر۱۲۰دقیقې وخت اخلي او پخپلې لارې کې له جدې ښاره هم تیریږي. دغه اورګاډی ۵تمځایونه او ۳۵ ډبې لري او دحج په شپو ورخو کې له مکې مدینې ته څه د پاسه درې زره اته سوه سفرونه کوي.
عربستان دغه اورګاډید حج په شپو ورځو کې د حاجیانو په تګ راتګ کې د آسانتیاؤ په موخې سره رامینځةکړی دی.همداراز دا د پراختیا له پلان سره د عربستان هم ګامه کیدا لپاره یو نوی آوزار ګڼل کیدلی شي.
مشاعر اورګاډی هم د عربستان د حکومت له خوا د حج په شپو ورځو کې د حاجیانو په تګ راتګ کې د آسانتیاؤ لباره رامینځةشوی دی او وئيل کیدلی شي، چې دغه اورګاډی یوه هغه ترټولو لویه پروژه ده چې عربستان تراوسه پورې افتتاح کړې ده. ځکه چې د حج د مناسکو د بې وقفې او آسانې ترسره کیدړا کې لویه وڼده لري.