IQNA

حسینی تاسوعا او عاشورا په افغانستان کې د اهل تشیّع او اهل تسنن د یووالی او همپالنې بیلګه

15:17 - July 17, 2024
د خبر لمبر: 3489550
ایکنا - په افغانستان کې د کابل پشمول په مختلفو سیمو کې په حسینی تاسوعا او عاشورا شپو ورځو کې د شیعه او سني مسلمانانو نه بیانیدونکی ځوږ او ولوله نندارې ته وړاندې شوي

ایکنانیوز د تسنیم له قوله  راپور راکوي،د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د ویر او عزادارۍ دستورې  د افغانستان په مختلفو ښارونو په جوماتونو،امامباړو او واټونو کې ترسره شوې  او د افغانستان  داهل تشیّع او اهل تسنن په لسګونو زره خلکو  پکې ګډون درلود.

 د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د شیعه او سني مسلمانانو پشمول  د حضرت امام حسین علیه السلام  لیوالو  او مینه والو، په مرثیو، سینه زنئ ، ویناؤ او  له خلکو سره په مرستو سره ، له حضرت اباعبدالله الحسین  او د هغه بزرګوار له وفادارو ملګرو سره  خپل عقیدت او لیوالتیا  نندارې ته وړاندې کړه.

د وئيلو ده چې د محرم د شپو ورځو په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې دستورې  په بشپړ امنیت کې او د اهل تشیّع او اهل تسنن  له خوا په همپالې فضا  کې ترسره شوي دي.

په دغو شپو ورځو کې ویناوالو  دمحرم د شپو ورځو د امنیت په تامینولو کې د افغانستان د اوسني حکومت  او ولس په قدرونې سره  ټينګار کړی دی چې  حسیني مکتب  د انسان  او ټولنې جوړونه ده.

دیني عالمانو همداراز  سږکال په افغانستان کې حسیني عاشورا  د وحدت او یووالي او همپالنې یوه بیلګه وبلله.دوي همداراز ټينګار وکړ، نن سبا  د فلسطین دمظلومو خلکو  وینه تویول کیږی او ورباندې ډير ظلمونه او جنایتونه کیږي ، او دامام حسین(ع) پيروکار او مینه وال دې اجازت ورنکړي  له دې زیاته د یوه مظلوم ملت وینه وبهیږي او باید د خپلو مظلومو خوئيندو او وروڼو د مظلومیّت چغې ته لبیک ووئيل شي.

کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,

کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,کشور افغانستان , طالبان , ماه محرم ,

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/04/26/3123067

captcha