ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکوي، د اسلامی ملګرتیا موسیسې او عربی اتحادئې په بیړنۍ سرمشریزې کې د بیلابیلو هیوادونو مشرانو چې په ریاض کې ترسره شوې ، ویناوې وکړې او د صهیونیسټ رژيم جنایتونه اوتیري ئې محکوم کړل.
د سعودي عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د دغې سرمشریزې په پیل کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، مونږ دآنروا ادارې د فعالیت پر دوام ټينګار کوو او نوره نړیوالې ادارې هم باید د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړي.
محمد بن سلمان ووئيل، عربستان د لبنان په ټاټوبی د اسرائيلو له حملې سره مخالف دی او دا تیري به خطرناکې پایلې ولري. هغه ټينګار وکړ، اسرائيل په لبنان د تیریو او د ایران د اسلامی جمهوریت د حاکمیّت د خلاف ورزۍ په وجه باید محکوم شي.
بن سلمان ټينګار وکړ، له ملګرو ملتو غواړو، دغه وضعیّت دې پاي ته ورسوي او ټينګار کوو چې د فلسطین نیواک غیر قانوني دی.
ددغې غونډې په دوام کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم پخپلې وینا کې ووئيل، نړیواله ټولنې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم تیري ونه درول شول. عربی او اسلامی نړۍ او د انسان دوستۍ دندې ایجابوي چې د غزې په ضد د جنګ په دریدا کې دنړیوالې ټولنې له ناکامیو او چیلنجونو سره په مقابلې کې په غزې کې د اور بند، ددغې تړانګې دخلکو د اړتیاؤ د فوري پوره کولو ، له دغې سیمې د نیواکګرو ځواکونو د شاتګ، د فلسطین دحکومت په وسیله ئې د حاکمیّت په غاړه اخستو،د کډوالو د بیرته ستنیدا، د بیا رغونې د پیلیدا له قدس او لویدیځي غاړې څخه د غزې د جلاکیدا لپاره د صهیونیسټي رژیم له پلانونو سره د مخالفت ، دښارګوټو د جوړولو ددریدا او د صهیونیست میشته ښارګوټو د ترهه ګرو اقداماتو د مخنیوي په لړ کې دې دامنیت شورا د پریکړه لیکونو د اجرا لپاره په ترټولو لوړه سویه ملګرتیاوې ولرل شو.
په دغې سرمشریزې کې د اردن پآچا دوهم عبدالله هم پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، نړیوالې ټولنې په فلسطین کې د تاؤتریخوالي په زیاتیدا کې د اسرائيلو مخنیوی او د لبنان په ضد د جنګ د اور د لمبو د زیاتیولو مخه ونه نیول شوه. مونږ باید فوري دغزې تړانګې د کلابندۍ د ماتولو،په لویدیځي غاړې کې د تاؤتریخوالي د زیاتیدا د دریدا ، د لبنان دحاکمیّت د ملاتړ او د دودي په ضد د جنګ ددریدا لپاره هڅې زیاتې کړو.