ایکنانیوز د له قوله راپور راکړی،دغه جشن چې څه دپاسه شپيته زره کسانو پکې ګډون درلود،د تانزانیا د ولسمشر سامیه حسن او د اسلامی نړۍ د ټولنې دعمومی منشي محمد بن عبدالکریم العیسي په شتون سره د افریقا د مختلفو سیمو د قرآن حافظانو ډیر درنښت او احترام سره ترسره شو.
د میرمنو د ځانګړي تانزانیا قرآني جایزې د سیالۍ ترسره کیدا ددغه جشن یو پروګرام ؤ چې د اسلامی نړۍ له مختلفو سیمو څخه د قرآن حافظو میرمنو د ټول قرآن له حفظ سره یو ځاي پر قرائت د مسلط کیدا او په تجوید سره دق رآن پر قرائت د تسلط مجوز او سند او د قرآن د قرائت د اجازت نامې د ترلاسه کولو لپاره په دغه جشن کې ګډون درلود.
ددغو سیالیو نهائي مرحله هم د مسلمانو عالمانو، مسئولانو او شخصیّتونو په پراخ شتون سره او دتخنیکي تلاؤت د نړیوالو مرکز له لارې ترسره شو.
همداراز په دغه پروګرام کې د اسلامی نړۍ د غوره قاریانو درنښت هم وشو او ددغې برخې موخه هم د قاریانو د بریاؤ یادونه او د قرآن له حفظ سره د قاریانو له دغې ډلې څخه بیلګه اخستو ته د ځوانانو هڅول وو.
https://iqna.ir/fa/news/4250428